د کابل خرابېدونکی امنیتي حالت
د خپرېدو وخت
د یوه ژورنالیست په ګډون لږ تر لږه درې کسان نن په کابل کې یوه موټر بم چاودنه کې وژل شوي دي. دا په افغان پلازمېنه کې د هدفي وژنو وروستۍ پېښه ده. د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر حکومت غږ کړی، چې د داسې پېښو مخنیوي لپاره لا ډېر څه وکړي. شازیه حیا له کابله نور جزیات لري.