د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر د بشري وضعیت په اړه خبرو لپاره پنجشېر ته تللی

د عکس سرچینه، SocialMedia
په پنجشېر کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند ابو بکر صدیق بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورټر ریچرډ بېنېټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازۍ یا یوناما له یوه پلاوي سره هغه ولایت ته ورغلی او هلته يې د بشري حقونو پر وضعیت له چارواکو سره لیدلي.
پنجشېر ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورټر سفر داسې مهال دی چې همدا پرون د یوه ناپېيلي بنسټ تازه راپور وویل چې طالبانو تېره میاشت په دغه ولایت کې د طالبانو د مخالفې جنګي ډلې لږ تر لږه اوویشت کسان له نیول کېدو وروسته وژلي وو.
له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر په پنجشېر کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او د دغو ادعاوو د بیړنۍ پلټنې غوښتنه یې کړې وه.
خو طالبان بیا وخت ناوخت هلته اوښتې مرګژوبله د چاڼیزو عملیاتو او جګړې له امله بولي او هلته د وژنو په تړاو د خپرو شوو وېډیوګانو او په دې اړه د تازه رپوټ په تړاو يې هم ویلي چې په دې اړه يې پلټنې روانې دي.
پنجشېر یو له هغو ولایتونو دی چې طالبان تېر کال پر ټول افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې پکې وخت ناوخت له جګړو او مقاومت سره مخ دي.
طالبانو يې هم په ځواب کې په دغو سیمو کې پوځي فعالیتونه ډېر کړي او بیا بیا یې خپل جنګي قوماندانان هم بدل کړي دي.
تازه د دغه ولایت له پریان ولسوالۍ رپوټونه وايي، د دغې سیمې یو شمېر اوسېدونکو هلته د طالب ځواکونو پر ځورونو په اعتراضي توګه راټول شوي وو خو ځینو ځايي سرچینو ویلي د دغه اعتراض مخه نیول شوې، خو د دغې اعتراضي راټولېدنې په تړاو نه نور جزئيات شته او نه هم طالبانو لا په دې تړاو څه ویلي.
د بشري حقونو په برخه کې د دې سیمې یوه پخوانۍ اوسېدونکې چې اوس بهر کې مېشته ده، د خپلو معلوماتو له مخې بي بي سي ته ویلي چې د دې سیمې خلک له وړاندې د طالبانو له بیا بیا پلټنو او نیونو تنګ شوي وو:
"طالبانو د هغې سیمې اوسېدونکې کورنۍ اړ ایستلې چې هغوی ته خواړه چمتو کړي او آن پر ماشومانو يې جبري کار کاوه او وخت ناوخت چې زړه يې وي د خلکو کورونو ته ورځي، بې ځایه تلاشۍ کوي."

د عکس سرچینه، BNA
دغه اوسېدونکې ادعا کوي چې "بالاخره نن د هغې سیمې اوسېدونکي اړ شول چې اعتراض وکړي چې په خواشينۍ سره ډېر هغه کسان چې په دې اعتراض کې يې ګډون کړی و لاس پښې يې مات شوي."
له دې وړاندې د طالبانو د لومړي وزیر په امر له پنجشېره د نیول شوو کسانو د دوسیو بیا څېړل کېدو بهیر پیل شوی. دغه کسان چې په کابل کې بندیان دي، ویل کېږي ډېری يې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې په نامه د طالبانو له مخالفې ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي. طالبانو د دغو دوسیو د پلټنې لپاره شپږ کسیز کمېسیون ګمارلی.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنېټ تېره میاشت هم ویلي و چې د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو په تېره بیا پنجشېر کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو ځواکونو تر منځ نښتې او جګړې د ځور، تاوتریخوالي او د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو د تر پښو لاندې کېدو لامل شوی.
طالبان معمولا د بشري حقونو د نقض اړوند رپوټونه ردوي.




















