د بریتانیا پارلمان کې په افغانستان کې د هزاره وګړو وژل کېدو پر موضوع خبرې شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بریتانیا پارلمان یوه غړي په افغان پلازمېنه کابل کې پر کاج نومي ښوونیز مرکز برید ته په اشارې سره د دې هېواد لومړۍ وزیرې لیز ټرس ته وړاندیز کړی، چې وزیران یې باید د افغان هزاره توکمو له استازو سره وویني.

دا وړاندیز له هغه وروسته شوی، چې سلګونو بریتانیا مېشتو افغانانو د بریتانیا پارلمان او د دغه هېواد لومړۍ وزیرې دفتر مخې ته مظاهره وکړه.

پر کاج روزنیر مرکز د تلې میاشتې اتمې له خونړي برید وروسته، چې پکې لږ تر لږه ۵۳ کسان ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول، ګڼ شمېر افغانانو د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې احتجاجي مظاهرې کړې او پر خواله رسنیو یې دا پېښه سخته غندلې.

دې پېښه کې وژل شوي ډېری کسان د کابل لوېدیځ کې مېشت هزاره توکمه وو، چې زیات شمېر پکې د نجونو وو.

د بریتانیا پارلمان کې د واکمن محافظه کار ګوند یوه غړي وکیل انتوني براون د کاج روزنیز مرکز برید ته په اشارې سره نن د خپل هېواد پارلمان اونیزه غونډه کې وویل: ''دوې اونۍ مخکې په افغانستان کې ۳۵ نجونې او ځوانې ښځې د یوې بمي چاودنې پایله کې ووژلې شوې، دوی هزاره توکمې وې، چې د هغه هېواد دویمه لویه لږکۍ ده، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په ډله ییزه توګه ووژلې شوې، نن د پارلمان مخې ته زما د ټاکنیزې حوضې په ګډون د بریتانیا له لر او بره هزاره توکه کسان راغلي او د دې وژنو مخنیوي لپاره نړیوال ملاتړ غواړي، او دلته نن د هزاره ګانو د شورا غړي هم شته، له لومړۍ وزیرې غواړم چې ایا له هزاره ګانو سره د دې وژنو مخنیوي لړ کې ملاتړ کوي؟ او دا چې وزیران به د هغوی له استازو سره د لیدنې لپاره واستوي.''

د بریتانیا لومړۍ وزیرې د ښاغلي براون څرګندونو ته په ځواب کې وویل: څه چې په افغانستان کې کېږي، د سختې اندېښنې وړ دي او زه له ښځو د حقونو او فرصتونو اخیستل کېدو له کبله متاسفه یم، خو یو څه چې موږ کړي، د ښځو او نجونو مالي مرستې بیا فعالېدل دي او هیله منه یم، چې زموږ د بهرنیو چارو سکرتر به په دې هکله نورې خبرې وکړي.''

ښاغلي براون پر خپله ټویټر پاڼه دغه راز د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي سره د بریتانیا د هزاره ګانو شورا یوې استازې خدیجه زرګر عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي:

''د جیمز کلیورلي له چټک غبرګونه خوښ یم، هزاره ګان داسې یوه ټولنه ده، چې د تاریخ په اوږدو کې ځورول شوي، او پېړۍ، پېړۍ زور او ظلم ورسره شوی، راځئ هر څه مو چې له وسه کېږي، د مرستې په پار یې وکړو.''