د اروپایي ټولنې استازی: طالبان باید یو ټولشموله سیاسي بهیر پیل کړي؛ وخت کم دی

د عکس سرچینه، Qahar Balkhi Twitter
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ټوماس نېکلاسن د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د روان اقتصادي، امنیتي او سیاسي بحران د ختمولو لپاره دې ژر تر ژره یو ټولشموله بهیر پیل کړي.
ښاغلي نېکلاسن یکشنبه یو لړ ټویټونو کې لیکي، د طالبانو حکومت مسؤلیت لري چې افغانستان کې د ډېرېدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي او د خلکو امنیت تامین کړي.
د هغه په وینا، افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو راګرځول، ښځې دندو ته نه پرېښودل، د هزاره وګړو او نورو لږکیو حقونه او د بیان ازادۍ نشتون د اروپایي ټولنې لپاره جدي اندېښنې دي.
نوموړي همدا راز له طالبانو غوښتي چې یو داسې بهیر پیل کړي چې پکې ټول افغانان، ښځې او نارینه، د خپل هېواد د سیاسي نظام، مشرتابه او تګلارو په اړه خبره وکړای شي.
د اروپایي ټولنې استازی وایي، یو ټولشموله سیاسي بهیر په افغانستان کې د دوامداره ثبات او د اوسني نظام په رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي.
ټوماس نېکلاسن وایي، اروپایي ټولنه د 'دروازو تړلو پر ځای ' له طالبانو سره تعامل غوره بولي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دا ډله ځینې شرطونه پوره کړي.
د هغه په خبره، اروپایي ټولنه لا هم افغانستان او افغانانو ته ژمنه ده، خو وخت کم دی او طالبان باید عملي ګامونه پورته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې ټوماس نېکلاسن تېره اوونۍ افغانستان ته له سفر وروسته دا څرګندونې کوي. نوموړي دې سفر کې د طالبانو د حکومت له یو شمېر مشرانو او د نړیوالو ادارو له چارواکو، د مدني ټولنې فعالانو او پخوانیو افغان چارواکو سره ولیدل.
ښاغلي نېکلاسن له دې سفر وروسته خبرداری ورکړی چې افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او نړیوالې ټولنې چې د کومو نغدي مرستو غوښتنه کړې وه، د هغې یوازې ۴۵ سلنه ترلاس شوې دي.
نوموړي پر روسیې، چین او د اسلامي هېوادونو پر سازمان غږ کړی چې د امریکا، بریتانیا او اروپایي ټولنې په څېر د افغانانو ملاتړ ته رامخکې شي.
د ملګرو ملتونو خیریه ټولنو د روان کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ لپاره د نژدې څلور نیم میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو وايي سره له دې چې په افغانستان کې میلیونونه افغانان کافي خواړه او د سرپناه ځایونه نه لري، د غوښتل شویو پيسو آن نیمايي هم نه دي تر لاسه شوې.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټې هم ټینګار کړی، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، "حالت به لا نور خراب شي."





















