ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د غوښتل شویو مرستو له نیمايي کمې تر لاسه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د بشري حالت لپاره یې د غوښتل شویو پيسو له نیمايي هم کمې تر لاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو خیریه ټولنو د روان کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ لپاره د نژدې څلور نیم میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو وايي سره له دې چې په افغانستان میلیونونه افغانان کافي خواړه او د سرپناه ځایونه نه لري، د غوښتل شویو پيسو آن نیمايي هم نه دي تر لاسه شوې.
ملګرو ملتونو د دغو مرستو د غوښتنې پرمهال خبرداری ورکړی و که غوښتل شوې مرستې تر لاسه نه شي کړای، ښايي راتلونکی کال اړتیاوې لا ډېرې شي او لسو میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.
د کډوالو لپاره د ملګرو متلونو ادراې په یوه ټویټ کې ویلي، "که د نړیوالې ټولنې لپاره په افغانستان کې د چټکو ګامونو اخیستو وخت وي، نو همدا یې وخت دي."
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټې هم ټینګار کړی، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، "حالت به یې لا نور خراب شي."
د افغانستان لپاره د غوښتل شویو مرستو د ترلاسه کولو غږ داسې مهال کېږي چې په افغانستان ژمی په رانژدې کېدو دی او وېره دا ده چې ښايي د تېر کال پرتله سږ کال نړیوالې مرستې کمې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ تېره اوونۍ ویلي وو، تېر یوه کال کې یې څه باندې یو میلیارد نغد ډالر د بشري مرستو په ډول دغه هېواد ته وړي دي.
د داسې یوه هېواد لپاره چې له لویه سره یې اقتصاد پر بهرنیو مرستو ولاړ وي، ښايي دغه مرستې د ډېرو خلکو لاسنیوی ونه کړي. خو د بېوزلو افغانانو لپاره نړیوالې بشري مرستې په لنډمهال کې د ژوند پایېدو لپاره خورا مهمې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره وايي، په دغه هېواد کې "نژدې ۲۴ میلیونه خلک د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري."
د دغه بنسټ په وینا، له دغې ډلې ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري. هغسې چې سور صلیب یې وايي، نړیوالي بشري مرستې په لنډمهال د ژوند پایېدو لپاره خورا مهمې دي.




















