راپورونه؛ د امریکا او طالبانو جګپوړو استخباراتي چارواکو دوحه کې کتلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او طالبانو حکومت جګپوړو استخباراتي چارواکو د قطر پلازمېنه دوحه کې کتلي دي.
سي اېن اېن تلویزیوني شبکې د دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې د شنبې ورځې دا لیدنه د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې "سي ای اې" د مرستیال 'ډیویډ کوهن' او د طالبانو پلاوي ترمنځ چې د دوی د استخباراتو لوی رییس عبدالحق وثیق هم پکې و، شوې ده.
د راپور له مخې د امریکا له اړخه دې لیدنه کې له ښاغلي کوهن سره افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم ملګری و.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت، سي ای اې او همدا راز د طالبانو حکومت تر اوسه د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي او دا جزییات هم نشته چې دوی پر کومو موضوعاتو غږېدلي دي.
که دا کاته تایید شي، نو دا به د جولای میاشتې وروستیو کې کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې یوه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو راوروسته د طالبانو او امریکايي چارواکو لومړنۍ مخامخ لیدنه وي.
امریکا تور پورې کوي چې طالبانو د القاعده شبکې مشر ته د ځای ځایکي په ورکولو سره د دوحې له تړون سرغړولی دی.
خو د طالبانو حکومت د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو سره سره دا لا رسمآ نه ده تایید کړې چې الظواهري دې کابل کې وژل شوی وي.

د امریکا د ملي استخباراتو پخوانۍ مرستیالې بېټ سنر سي اېن اېن ته ویلي، امریکايي اړخ ښايي دې لیدنه کې طالبانو ته دا څرګند پیغام لېږدولی وي، چې که مالومه شي د القاعده شبکې نور غړي له افغانستان دوی یا د دوی متحدانو ته د خطر پېښولو چاره که ښکېلېږي، نو د الظواهري په څېر به هغوی هم په نښه کړي.
امریکا افغانستان ته د القاعده شبکې غړو پر ورګرځېدو سربېره دغه هېواد کې د داعش له ځواکمنېدو هم اندېښنه لري.
افغانستان کې د دې ډلې بریدونه که څه هم تر اوسه یوازې پر طالبانو او شیعه لږکیو متمرکز دي، خو دا اندېښنه شته چې که پښې یې ټینګې او طالبان یې لمنځه وړلو کې پاتې راشي نو ښايي له افغانستانه بهر به هم بریدونو پلان او ترسره کړي.
امریکا او طالبانو د الظواهري تر وژل کېدو وروسته تېره میاشت دوه بندیان (حاجي بشر نورزی او مارک فریریچز) سره تبادله کړل.

د عکس سرچینه، Taliban / Social Media
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د فریریچز خوشې کېدو لپاره یې سختې پرېکړه کړې.
سي اېن اېن د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټې په حواله ویلي چې اوس یو بل امریکایی فلم جوړونکی "ایور شیرېر" او د هغه افغان پروډیوسر 'فیض الله فیض بخش' هم طالبانو سره بندي دی، چې ویل کېږي د الظواهري د وژل کېدو سیمه کې د تصویرونو اخیستو پر مهال نیول شوي.
د امریکا لخوا د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني، بندیزونه، بشري حقوق او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه هغه نور مسایل دي چې امریکا او طالبان پرې خپلمنځي لیدنو کې بحث او خبرې کوي.




















