د هزاره وګړو په ملاتړ بېلابېلو هېوادونو کې لاريونونه شوي

لاريونونه

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د خپرېدو وخت

د نړۍ ګڼو ښارونو کې د هزاره توکمه افغانانو په ملاتړ لاریونونه شوي چې پکې یې افغانستان کې پر هزاره وګړو وروستي بریدونه غندلي او د قربانیانو لپاره یې د انصاف غوښتنه کړې ده.

یو شمېر لاریون والو وروستي بریدونه چې تر ډېره یې مسولیت د اسلامي دولت نومې خراسان څانګې پر غاړه اخیستی، قومي نسل وژنه بللې ده.

لومړني لاریونونه د استرالیا سېډني او نیوزلنډ کې و.

لاریون والو په شعارونو کې غوښتنه کوله چې "د هزاره قوم نسل وژنه دې ودرول شي."

په خواله رسنیو کې په همدې اړه له څو ورځو راهیسې کمپاین روان دی.

لاریونونو کې وینا والو افغانستان کې د هزاره قوم پر ښونیزو ادارو او عبادت ځایونو بریدونه یوه لویه ناروا او پر ولسي خلکو ناترسه چاره یاده کړې.

په استرالیا کې د لاریون یو سمبالګر احمد شجاع وویل، "د هزاره قوم د انصاف لپاره باید غلي نشو، او دا غږ باید په پراخ ډول خپور شي."

د ایټالیې په روم، د جرمني ځينو ښارونو، بروکسل، اندونیزیا، ترکیې، امریکا او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو کې ورته لاریونونه شوي.

لاريونونه

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د لاریونونو ګډونوالو کابل کې د کاج پر ښونیز مرکز د شوي برید د قربانیانو او وینلړلو صحنو انځورونه هم له ځانه سره لېږدول.

دغه پېښه کې د ملګرو ملتونو د استازې ادارې یوناما په وینا ۵۳ کسان چې ۴۶ یې نجونې وې وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان وو. برید پر هغه ګڼه ګوڼه شوی و چې د کانکور ازموینې تیارۍ لپاره د کابل لوېدیځ کې سلګونه زده کونکي ورټول شوي وو.

د عدالت غوښتنې له دغه کمپاین سره ځینې سندرغاړي هم یو ځای شوي. اریانا سعید په امریکا کې د کنسرت پرمهال د یاد برید قربایانو ته درناوي لپاره د یوې دقیقې چوپتیا غوښتنه وکړه.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخسته، خو تېر کې د ډېرو داسې بریدونو پړه اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) منلې وه.

هزاره توکمو افغانان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د دوی د خوندیتوب لپاره دې اغېزمن ګامونه واخلي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو ښکاري چې له هزاره افغانانو سره یو شمیر بهرنیانو او د افغانستان د نورو قومونو خلکو هم د خواخوږۍ لپاره دغو لاریونونو کې ګډون کړی وو.