د کابل بريد ته غبرګونونه؛ د وژل شويو شمېر لوړ شوی

د ویډیو تشریح، د کابل بريد ته غبرګونونه؛ د وژل شويو شمېر لوړ شوی
د خپرېدو وخت

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، يوناما ویلي، د تازه شمېرو له مخې يې کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز د جمعې ورځې ځانمرګي بريد کې د وژل شويو شمېر ۵۳ او د ژوبلو ۱۱۰ ته لوړ شوی دی.

يوناما ويلي د بشري حقونو ډلو له خوا يې دې بريد کې د قربانيانو شمېرو راغونډولو هڅې روانې دي، او په وينا یې ښايي د ريښتيني حالت په راسپړېدو شمېرې بدلون وکړي.

دې بريد د افغانستان دننه او بهر د غوسې غبرګونونه پارولي، او د هزاره توکمه وګړو د وژنې لړۍ درولو غوښتنې کوي.

مزار شريف کې د بلخ پوهنتون زده کوونکو احتجاج کړی، چې د راپورونو له مخې يې طالبانو مخنيوی کړی دی.