د طالبانو حکومت دفاع وزارت: په پوځ کې دنده لرونکو طالبانو ته د پوځي رتبو ورکولو لپاره کمېسیون ګومارل شوی

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د هغو طالبانو لپاره یې د پوځي رتبې ورکولو په موخه کمېسیون ګومارلی، چې په ملي پوځ کې یې د دندې لپاره نومونه ثبت کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې بهیر پيلولو لپاره یې نن په کابل کې یو سمینار هم کړی و.

د طالبانو حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، دا کمېسیون په داسې حال کې کار پیلوي چې په پوځ کې د طالبانو نوم ثبتولو بهیر پای ته رسېدلی او له دې وروسته به د دې کسانو د رتبې ثبتولو چاره پیلېږي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، دا کمېسیون به ۱۴ غړي ولري او د ملي دفاع وزارت د پرسونل روزنې مرستیال به یې مشري کوي.

طالبانو حکومت په داسې حال کې د پوځ لپاره د طالبانو نوم ثبتولو بهیر پای ته رسېدل اعلانوي چې په تېره اګست میاشت کې د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي چې د پوځ د معیاري کولو دنده ور تر غاړې ده له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د پوځ شمېر یې اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي.

د روان کال لومړیو کې طالبانو ویلي وو، د پوځ‌ شمېر به ډېروي. ښاغلي حکیمي ویلي و چې د پوځ سرتېري یې ټول طالبان نه دي.

د تېر کال وروستیو کې طالبانو حکومت دفاع وزارت د افغان پوځ د قول اردوګانو نومونو بدلولو اعلان وکړ او دا یې ''د اسلامي پوځ د تشکیلاتو '' په نامه وبلل.

طالبانو د پوځ قول اردوګانو لپاره د"خالد ابن ولید، منصوري، البدر، الفاروق، الفتح، عزم او عمري" نومونه وټاکل چې مخکې د وسله والو طالبانو بېلا بېلو ډلو لپاره ټاکل شوي نومونه وو.

د افغان پوځ په جوړښت کې هره قول اردو له دريو فرقو څخه جوړه ده چې د هېواد په اتو زونونو کې موقعيت لري.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې له عربي خبري شبکې 'عربي ۲۱ ' سره مرکه کې ویلي و راتلونکو ''دوو کلونو '' کې به د ''اسلامي پوځ '' جوړولو چارې بشپړې کړي، چې په وینا یې مخکیني پوځیان به هم پکې شامل وي.

تېر کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغانستان ملي پوځ له منځه لاړ او ګڼ شمېر افسران یې له هېواده ووتل.

په افغانستان کې عصري اردو سل کاله وړاندې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۱۹ کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته جوړه شوه او بيا په ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې په نورو پرمختللو وسلو سمبال شوه.