تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچې په هکله ضد او نقیض څرګندونې شوې
پاکستانۍ رسنۍ وايي افغانستان ته د دې هېواد صادارت زیات شوي او یوازې په تېره اګست میاشت کې ۹۵ ملیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي د افغانستان اړونده ادارې دا شمېرې نه تاییدوي او د پاکستان پر تله افغانستان له منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو سره پراخه سوداګري لري.
د پاکستان د نېشن ورځپانې د پاکستان د صادراتو د پراختیا ادارې په حواله رپوټ ورکړی چې د تېر کال اګست پرتله دا صادرات ۹۲ سلنه زیات شوي دي، ځکه تېر کال همدې میاشت کې پاکستان افغانستان ته د نږدې پنځوس ملیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي وو.
خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی دا خبره ردوي او وايي چې له پاکستانه د وارداتو کچه ټیټه شه شوې ده.
ښاغلی الکوزی وايي اوس پاکستان ته افغانستان د صادراتو کلنۍ کچه تر ۴ سوه ملیونو رسېږي. په دې کې د تالک ډبرې، د ډبرو سکاره او تازه میوې شاملې دي.
پاکستان بیا تر ډېره بوره، سمنټ، غوړي او وریژي افغانستان ته صادروي خو ښاغلي الکوزی وايي خوراکي توکي هم تر ډېره د منځنۍ آسیا له هېوادونو افغانستان ته را وړل کېږي.
پاکستاني سوداګر او چارواکي له افغانستان سره سوداګرۍ د نورو هېوادونو پرتله د ډېرې ګټې سوداګري بولي، ځکه په لږ لګښت او لنډ وخت کې توکي تبادله کیږي.
خو افغان سوداګر بیا شکایت لري چې پاکستان د افغانستان د میوو فصل پرمهال بندرونه تړي او ګمرکې تعرفې یې لوړې کړي دي. ښاغلی الکوزی وايي دې ستونزو ته په کتو افغان سوداګر غوره بولي چې له نورو هېوادونو توکي وارد کړي.
د پاکستان د صادراتود پراختیا ادارې یوه چارواکي ویلي له افغانستانه د سوداګرۍ د لا پراخولو امکانات ډېر دي او آن په کال کې تر څلور ملیاردو ډالرو رسېدلی شي.
له نورې نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ یوه د پام وړ برخه لاهم د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې ترسره کېږي. خو په تېرو څو کلونو د افغانستان تکیه پر پاکستانه کمه شوې او نورې لارې یې موندلي دي. دې لړ کې د چابهار بندر او له منځنۍ آسیا سره سوداګري یادیدای شي.
د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې پاکستان له افغانستانه د ۱۶۱ ملیونه ډالرو په ارزښت پنبه، او د څه باندې ۲۸۵ ملیونه ډالرو په ارزښت میوه او تازه سابه وارد کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې شمیر ښيي تېر کال افغانستان له پاکستانه د څه باندې یو ملیاردو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي وو. د طالبانو بیا واکمنیدو سره افغانستان ته د پاکستان په صادارتو کې د پام وړ کموالی راغلی.