طالبانو منلې چې هلمند کې یې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال دوه ښځې وژلې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو منلې چې دوه ورځې وړاندې سویلي هلمند ولایت کې د دې ډلې د امنیتي کسانو لخوا چاڼیزو عملیاتو پر مهال دوه ښځې وژلې شوې دي او دوه نارینه ټپیان شوي.
طالب چارواکو منلې ده چې دا پېښه د هلمند بُست کلا سیمه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال د لفظي شخړې په ترڅ کې شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، دا ښځې په تېروتنه کې وژل شوې دي.
ښاغلی ټکور وايي:" د هلمند د بست کلا په سیمه کې د ناسم تفاهم له کبله په غلطۍ سره دوه ښځې وژل شوې دي."
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې شي.
د هلمند د بوست کلا سیمې یوه اوسېدونکي د غږ نه خپرولو په شرط بي بي سي ته وویل، پېښه د یوه ځايي طالب قومندان د کورنۍ او د تلاشۍ امنیتي کسانو ترمنځ هغه وخت شوې چې د ځايي طالب کورنۍ امنیتي کسانو ته د خپل کور د تلاشۍ اجازه نه ور کوله.
پژواک خبري اژانس هم د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حفیظ رشید له قوله لیکلي: "د بست په سیمه کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې دوو مجاهدینو لفظي شخړه کړې او له ناسم تفاهم وروسته یې ډزې کړې دي، د دې ډزو په پایله کې دوه ښځې وژل شوې او دوه نارینه ټپیان شوي."

د هلمند یو اوسېدونکي چې نن سه شنبه یې کور تلاشي شوی بي بي سي ته وویل، طالبان هغه مهال د کور تلاشي ته ورغلي وو چې دی په کار کې و او له مخکې یې احوال هم نه و ورکړی.
دی وايي: "طالبان کور ته دننه وتلو پرمهال هېڅ اجازه نه اخلي او دا ښه نه ده ځکه چې هر کور کې نارینه یا زړه ښځه نه وي. طالبانو سره د تلاشۍ پر مهال ښځه او یا د کلي امام نه و او د کور د ښځو ټول بکسونه تلاشي کړي وو".
دا کس وایي، د طالبانو د تلاشۍ کسان کلیوال تنکي او احساساتي ځوانان وو، خو له تلاشۍ وروسته د امر بالمعروف کسان ورغلل او پوښتنه یې وکړه چې د تلاشۍ پرمهال خو به بد چلند ورسره نه وي شوی.
بله خوا د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکینۍ مشرې شهرزاد اکبر په خپل ټویټر لیکلي :"په کندهار او هلمند کې د طالبانو لخوا کور په کور د تلاشۍ او د ملکي خلکو د ځورولو راپورونه ورکړل شوي دي. ویل کېږي، چې د تلاشۍ پر مهال لږ تر لږه دوه ښځې وژل شوې دي."
نوموړې زیاتوي چې د طالبانو تلاشي ملکي وګړو ته زیان رسوي او ویره او خپګان رامنځته کوي. خو پخپله طالبانو یادو ولایتونو کې د کورونو د تلاشیو په اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم طالبانو په کابل، هرات پروان او ځینو نورو ولایتونو کې کور په کور تلاشۍ کړې دي.
یادو ولایتونو کې هم د طالبانو د تلاشي پر مهال د خلکو د وژل کېدو او د د ځورولو رپوټونه ور کړل شوي وو.























