طالبان: د اسیرانو د وژنې د ویډیوګانو په اړه جدي پلټنې روانې دي

افغانستان

د عکس سرچینه، afghan defence ministry

د خپرېدو وخت

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، د هغو ویډیوګانو په اړه پلټنې کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي او ظاهراً پنجشېر ولایت کې د طالب وسلوالو لخوا د یو شمېر جنګي اسیرانو د وژنې صحنې ښیي.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو او د طالبانو ضد وسلوالو ډلو تور لګولی چې وژل شوي‌کسان د 'ملي مقاومت جبهې' په نامه د طالب مخالفې ډلې غړي دي.

یاده جبهه ادعا کوي‌ چې طالبانو د دوی غړي نیولي او وروسته یې له محاکمې پرته وژلي دي. خو د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې بي بي سي ته ویلي وو،‌ دا کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

اوس د ګڼ شمېر نړیوالو ادارو له سختو غبرګونونو او نیوکو وروسته د طالبانو د دفاع وزارت یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، که چېرته ثابته شي چې دا ویډیو ګانې تازه دي او پنجشېر کې د وروستیو نښتو اړوند دي نو ښکېلو کسانو سره به قانوني چلن کوي.

د طالبانو لنډه اعلامیه کې راغلي: "له څو ورځو راهیسې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپریږي، چې ګواکې مجاهدينو پنجشیر ولایت کې جنګي اسیرانو وژلي؛ البته په دې اړه چې آیا دا ویډیوګانې نوې دي که پخوانۍ، د پنجشیر ولایت اړوند دي او که نه؛ جدي څېړنې روانې دي".

‏اعلامیه کې زایته شوې: "له پلټنو او څيړنو وروسته که ريښتيا ثابته شي، چې دغه ويډيوګانې نوې دي او په پنجشېر ولايت پورې تړاو لري، خامخا هغه کسان چې بنديان يې په مرميو ويشتلي نیول کېږي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي".

ویډیوګانو ته نړیوال او کورني غبرګونونه

افغانستان

د دې ویډیوګانو له خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو پر طالبانو غږ وکړ چې د جنګي ‌اسیرانو د وژنې لړۍ دې ودروي او د خپرو شویو ویډیوګانو په اړه دې جدي پلټنط وکړي.‌

د بښنې نړیوال سازمان وایي، د دوی لومړیو پلټنو ښودلې چې دا ویډیوګانې تازه دي او ښیي چې د ملي مقاومت جبهې په نامه د یوې ډلې کسان د طالبانو په لاس وژل کېږي.

یاد سازمان ویلي، د جنګي اسیرانو وژنه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ یو جنګي جنایت دی او له طالبانو یې غوښتي چې دا لړۍ دې ژر تر ژره ودروي.

د سازمان پر ټوېټر پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، طالبان باید د دغو ویډيوګانو په اړه بشپړې پلټنې وکړي او پړ کسان دې محاکمه شي.

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم په دې اړه پخپله اعلامیه کې خواشيني څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې په جګړه کې د ژوندیو نیول شویو کسانو حقونو ته باید ښکېلې خواوې درناوی وکړي.

دغه بنسټ همدا راز ویلي وو چې وضعیت له نږدې څاري او د جنګي جنایت ترسره کوونکو محاکمه کول یې غوښتي‌ وو.

همدا راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پنجشېر کې د وروستي تاوتریخوالي او جګړې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د "ورور وژنې او وینې بهېدنې" مخه دې ونیسي.

ښاغلي کرزي د جمعې پر ورځ په دې اړه په پرله پسې درې ټوېټونه کړي او ویلي دي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د یوه مسول په توګه د طالبانو سرپرست حکومت ته مخ ور اوړي چې جګړه بس او د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.