پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

دفترِ خارجہ

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

پاکستان افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد دې ادعا ته توند غبرګون ښودلی چې ګوندې امریکا لخوا د پاکستان هوایي حریم افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کارول کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښاغلي مجاهد څرګندونې د ژورې خواشینۍ وړ دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې "له څه شواهدو پرته، چې پخپله افغان وزیر هم ورته اشاره درلوده، داسې اټکلي تورونه د خورا ډېرې خواشینۍ وړ او د مسوولانه دېپلوماتیکو اصولو چلن سره ټکر کې دي."

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي د یکشنبې سهار کابل کې له خپل لوی درستیز قاري فصیح الدین او دفاع وزارت ویاند مولوي عنایت الله خوارزمي سره یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، د دوی مالومات ښيي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریمه افغانستان ته راننوځي.

هغه زیاته کړه " امریکایانو د وتلو په وخت کې زموږ رادار سیستم خراب کړی او له منځه وړی دی، خو زموږ مالومات ښيي چې دوی [د امریکا ډرون الوتکې] د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي... موږ له پاکستان غواړو چې خپله خاوره زموږ پرضد ونه کاروي".

ملا یعقوب چې د طالبانو د تحریک د بنسټګر او لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد زوی دی، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د دوی چارسمبالي حکومت کې دفاع وزیر دی.

هغه د امریکا لخوا د افغانستان هوايي حریم نقضېدو او دغه هېواد کې پوځي عملیاتو لپاره د پاکستان هوايي حریم د کارېدو دا ادعا داسې مهال کړې، چې څه موده وړاندې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري کابل کې د امریکا په یوه ډرون برید کې ووژل شو.

افغانستان

د عکس سرچینه، Screenshot

طالبانو تر اوسه کابل کې د الظواهري د وژل کېدو پخلی نه دی کړی، خو څو ورځې وړاندې یې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل امریکایۍ الوتکې لاهم د افغانستان پر فضا ګرځي چې د ده په وینا دا تېری باید بند شي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي امریکا سره یې هم په دې اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې کابل کې د القاعده شبکې مشر د وژل کېدو تر ادعا وروسته پاکستان کې هم د امریکا لخوا دوی د هوايي حریم د کارېدو په دې اړه بحثونه کېدل او د عمران خان په ګډون د اپوزیسیون ځینو مشرانو په دې اړه وضاحت هم غوښتی وو.

د پاکستان حکومت او پوځ هغه مهال دا په کلکه رد کړې وه چې د دوی هوايي حریم دې افغانستان کې د بریدونو لپاره کارول شوی وي.

اوس تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپله اعلامیه ویلي دوی د ټولو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باور ته خپله ژمنتیا تکراروي او ترڅنګ یې هر ډول ترهګري هم غندي.

پاکستان پر دې سربېره د طالبانو له چارسمبالي حکومت نړیوالې ټولنې سره د کړې دې ژمنې عملي کېدل هم غوښتي چې افغانستان به اجازه نه ورکوي خاوره یې د بل هېواد خلاف ترهګرۍ لپاره وکارول شي.