د کابل د پاکولو ۳ میاشتنی پروګرام؛ خلکو ته د کار بدل کې خواړه ورکول کېږي

رنگول
د خپرېدو وخت

د طالبانو په حکومت کې د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د خوړو د نړیوال پروګرام "ډبیلو ایف پي" له خوا د کار په بدل کې د خوړو پروګرام په پلازمېنه کابل کې پیل شوی دی.

په دې درې میاشتني پروګرام کې چې د پلازمېنې د پاکولو لپاره په پام کې نیول شوی زرګونو کسانو ته په موقتي ډول د کار زمینه برابره شوې او هر کس ته د پنځلسو ورځو بدل کې وړه، غوړي او لوبیا ورکول کېږي.

د کابل ښاروالۍ لخوا په یو خبرپاڼه کې راغلي چې د کار بدل کې د خوراکي توکو کڅوړې تر عنوان لاندې درې میاشتنې پروګرام د خوړو د نړیوال سازمان لخوا د پلازمېنې کابل په دریمې او پنځمې ناحیې کې پیل شوی دی.

په دې پروګرام کې اوه زره او پنځه سوه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او پر هرو پنځلسو ورځو کې به د سیمې نورو کسانو ته موقع ورکول چې کار وکړي او په بدل کې یې خوراکتوکي ترلاسه کړي.

هر کس ته د کار په بدل کې پنځوس کیلو وړه، پنځه لیټره غوړي او پنځه نیم کلیو لوبیا ورکول کېږي. د کابل ښاروالۍ ویاند واسع الله زاهد بي بي سي ته وویل چې اوه نیم زرو کسانو ته چې هره ورځ یې درې ساعته کار کړی و، وار دمخه د خوراکي توکو کڅوړې وویشل شوې.

د خوړو نړیوال سازمان تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو ظاهراً د کار په بدل کې د خوراکي توکو د ورکړې پروګرام په لویو ښارونو کې نوې خبره ده خو بې مخینې نه ده.

د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال هم نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د کار په بدل کې د خوړو د ورکړې پروګرامونه لرل او په دې توګه یې له بې وزلو کورنیو سره مرسته کوله.

رنګول

د عکس سرچینه، AFP

د خوړو نړیوال سازمان ډبلیو ایف پي له ډېرو کلونو راهیسې یو بل ورته پروګرام هم پرمخ بیايي چې په ترڅ کې یې خلک د کار بدل کې پیسې ترلاسه کوي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د اوبو کانالونه، زراعتي ځمکې، استنادي دیوالونه، د اوبو کوچیني بندونه او د ښځو لپاره باغونه جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او خلک په بې سارې ډول بې وزله شوي دي.

د نړیوالو سازمانو شمېرې ښيي چې لږ ترلږه ۵۹ سلنه افغانان مرستو ته اړتیا لري.

دا د ۲۰۲۱ کال پرتله د اړمنو کسانو شمېر کې د شپږ میلیونو وګړو زیاتوالی ښيي.