د بښنې نړیوال سازمان: 'ایراني او ترکي پوله ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړې'

د عکس سرچینه، Reuters
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان کډوال چې د ایران له لارې ترکیې ته رسېدل غواړي په مکرر ډول د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له لوري د ((ناقانونه ډزو)) په ګډون له توند غبرګون سره مخامخ شوي دي.
یاد سازمان پخپل "له موږ سره د انسانانو په شان رویه نه کوي" رپوټ کې ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون کډوال پر دېوال د اوښتو یا پر سینه د ښویېدو پرمهال د ایران د سرحدي ځواکونو له مستقیمو ډزو سره مخامخ شوي دي.
په دې رپوټ کې راغلي، هغه افغانان چې ایران او ترکیې ته په اوښتو توانېږي، "خپل هېواد ته له اجباري بېرته ستنول کېدو مخکې په منظم ډول پخپلسرې توګه نیول کېږي، ربړول کېږي او هر ډول ناوړه چلن ورسره کېږي".
د بښنې نړیوال سازمان څېړونکو دا رپوټ په هرات او سرحدي اسلام کلا ښار کې له ۷۴ افغانانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ کړی.په دوی کې ۴۸ یې ویلي، له پولې د اوښتو پر وخت ډزې پرې شوې دي.
یو کال وړاندې له افغانستانه د امریکا له وتلو، د تېر حکومت له سقوط او ګډوډۍ رامنځ ته کېدو وروسته ګڼو افغانانو بهر ته د تللو خطرناک سفرونه پیل کړل.
د بښنې نړیوال سازمان یوه څېړونکي مري فارستیر ویلي: "موږ داسې اسناد راغونډ کړي چې ښيي د ایران امنیتي ځواکونو څنګه پر لسګونه افغانانو په ناقانونه توګه له تېرې اګسټ میاشتې راهیسې ډزې کړې دي، وژلي او ټپیان کړي یې دي. د ترکیې سرحدي ځواکونو هم په ناقانونه توګه د افغانانو پر وړاندې له جنګي وسیلو کار اخیستی او د خلکو د شا ته کولو لپاره یې ځینې وخت هوايي او ځینې وخت پر هغوی مستقیمې ډزې کړې دي".
دغه سازمان له ترکي او ایراني چارواکو غوښتي چې سم لاسي د افغانانو د بېرته شا ته کولو او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلن او په خوندي توګه د هغوی د اوښتو په اړه ډاډ ورکړي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ایران او ترکیې په شان په کوربه هېوادونو کې له افغان پنا غوښتونکو کډوالو سره مالي مرسته وکړي.
ددغه رپوټ پر بنسټ، د تېر ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې سلګونه زره افغانان له خپل هېواده تښتېدلي دي.
هغه افغانان چې د سفر اسناد یې نه لرل د هرات او نیمروز ولایتونو له سرحدي پولو یې ګټه اخیستې ده.
دغه سازمان وايي "هغه کسان چې سم لاسي د ایراني سرحدي ځواکونو لاس ته نه لوېږي، د ایران بېلابېلو ښارونو یا له ترکیې سره سرحد ته څېرمه په شمال لوېدیځ کې نورو ښارونو ته ځانونه رسوي".
د بښنې نړیوال سازمان دا هم ویلي چې د یوه سړي او د هغه د ۱۶ کلن زوی له خپلوانو سره یې مرکه کړې، چې وايي د روان کال اپرېل تر جولای میاشتې پورې یې ایران ته د ننوتلو هڅه کوله، د ایران د امنیتي ځواکونو به ډزو ووژل.
دغه سازمان وايي، د ایراني ځواکونو په لاس د ۱۱ کسانو د وژل کېدو پېښې یې مستندې کړې دي، خو وايي رښتینې شمېرې ښايي تر دې هم لوړې وي.
یاد سازمان د افغان مرستندویانو او روغتیاپالو له خولې لیکي، د روان کال اګسټ کې یې د لږ تر لږه ۵۹ پنا غوښتونکو مرګ او د ۳۱ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
رپوټونه وايي، له ایران او روسیې په لویه کچه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي، چې ګڼ یې څو ورځې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخو دښتو کې در په در ګرځي.
ځینې وخت دوی د غلو او انسان تښتوونکو لاس ته لوېږي او د خوشي کولو بدل کې یې له کورنیو ډېرې پیسې غواړي.
د بشر حقونو د څار سازمان وړاندې ویلي وو، د یونان پولیسو له افغان پنا غوښتونکو سره ناسم چلن کړی.
په ترکیه کې د کډوالو د حقونو د دفاع سازمان وايي، د ترکیې د کډوالو چارو ادارې د پنا غوښتنې تر ۹۰ سلنې ډېرې غوښتنې رد کړې دي.




















