د افغان کډوالو نوې څپې سره تېرو پنځو کلونو کې اروپا ته د پنا غوښتنليکونه ريکارډ کچې ته رسېدلي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په سپټمبر مياشت کې په اروپا کې د پنا غوښتنې کچه په ریکارډ اندازه زياته شوې ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي ده.

د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي راپور ورکړی چې د اروپا پناغوښتنې دفتر چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ هېوادنو او د ناروې او سويس د کډوالو ارقام لری ويلي، چې يوازې په سپټمبر مياشت کې له ۷۱ زرو ډېر د پناه غوښتنليکونه ترلاسه شوي دي.

دا د ۲۰۱۶ کال نومبر مياشتې راهيسې تر ټولو لوړه مياشتنۍ کچه ده، په داسې حال کې چې يوازې په يوه مياشت کې د افغان کډوالو شمېر ۷۲ سلنه زيات شوی دی.

د پنا ټول غوښتنليکونه بريالي نه دي. د سپټمبر په مياشت کې د قبلېدو شمېر ۴۱ سلنو ته پورته شوی و چې د تېر کال د اپرېل مياشتې راهيسې لوړه کچه وه.

د اروپا د پنا غوښتنې ادارې د معلوماتو له مخې په سلو کې ۸۶ سلنه افغانانو، ۸۷ د سوريې وګړو، ۸۵ د بلاروس او ۸۱ اريتريايانو د پناه غوښتنه کړې ده.

پناهجویان در مرز بلاروس - لهستان (پولند)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بېلاروس او پولنډ تر منځ پر پوله کډوال

د روان کال د اګست پر ۱۵ نېټه طالبانو د امریکا او افغان دولت پر ضد له شل کلنې جګړې وروسته پر افغان پلازمېنه ولکه ټينګه کړه. اوس په دې هېواد کې جګړه کمه شوې خو دا هېواد په تېرو دوو لسيزو کې اوس تر ټولو بدې وچکالۍ او بېکارۍ سره مخ دی.

اروپا ته د تلونکو افغانانو شمېر د اګست په مياشت کې له لس زرو څخه اوس په سپټمبر کې ۱۷۳۰۰ ته پورته شوی دی.

د نورو هېوادونو چې کډوال يې اروپا ته تللي ۹۱۰۰ د سوريې، ۳۰۰۰ ترکيې او ۲۹۰۰ د عراق دي چې ډېری د بېلاروس له لارې اروپا ته ننوځي.

اروپايي هېوادونو د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو په دې تورن کړی چې کډوال د پولنډ او ليتوانيا پر لور استوي. خو بېلاروس دغه ادعا ردوي.