کابل هوايي ډګر کې د امریکايي پوځیانو وژل کېدو کلیزه؛ امریکا وايي د ترهګریزو ګواښونو پر ضد به فشار پر ځای ساتي

د خپرېدو وخت

امریکا وايي په افغانستان کې د ځواکونو له ساتلو پرته به د ترهګریزو ګواښونو پر ضد فشار ساتي. د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پر مهال په شوي برید کې د خپلو دیارلسو پوځیانو او له سلو ډېرو افغان ملکیانو د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت ویلي چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو په خلاف یې نړیوال کمپاین چټک کړی.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان پر هوا په دې وروستیو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدو په تړاو بحثونه هم زیات شوي. طالبانو منلې چې امریکايي بې پيلوټه الوتکې کله ناکله هلته ګرځي او دا یې د افغانستان پر هوايي حریم تېری بللی.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ د کال وړاندې هغې پېښې د کلیزې په درشل کې چې دیارلس امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان پکې ووژل شول د داعش او نورو ترهګرو خلاف د خپلو نړیوالو هڅو د دوه برابره کولو ویلي. د هغه برید پړه چې له افغانستانه د هوا له لارې د ژغونې د تر ټولو سترو عملیاتو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې وشو، د داعش خراسان ډلې منلې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له سپينې ماڼۍ په خپره کړې اعلامیه کې دا هم ویلي چې غواړي په افغانستان کې د زرګونو له خطر سره مخ امریکايي پوځیانو له ساتلو پرته د ترهګرۍ د ګواښونو خلاف فشار روان وساتي. هغه زیاته کړې چې اداره به يې هر هغه هغه ترهګر په نښه کړي چې غواړي امریکا متحدو ایالتونو ته زیان ورسوي.

د تېر کال د اګست په شپږویشتمه کابل هوايي ډګر ته څېرمه د وتلو او ايستلو د عملیاتو پر مهال هغه ځانمرګی برید په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو وروستی خونړی برید و چې ورسره په دغه هېواد کې په تېرو شلو کلونو کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۲۴۶۱ ته ورسېد.

له دې وړاندې امريکايي چارواکو ویلي وو چې که له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ څرک ولګېږي نو د دې وړتیا لري چې له لیرې هم برید پرې وکړي.

د پوځي چارو متخصص او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي بي بي سي ته ویلي وو چې د ټولګډونه حکومت جوړولو او افغانستان کې ترهګرو ته د ځای نه ورکولو په څېر ژمنو کې د طالبانو پاتې راتګ د دې لامل شوی چې امریکا د افغانستان پر هوا څار ته دوام ورکړي او د اړتیا او خطر پر مهال لاس په کار شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت اوس منلې، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې کله ناکله د افغانستان په آسمان کې الوتنه کوي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ، دا چاره د افغانستان پر هوایي حریم څرګند تېری بللی او وايي د بندولو په اړه یې له امریکایي چارواکو سره بحث او خبرې روانې دي.

تیر یوه کال کې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د دې هیواد په ځینو سیمو او په ځانګړي توګه سویلي ولایتونو کې د ډرون الوتکو الوتنې روانې دي، خو په دې وروستیو کې دغه الوتنې زیاتې شوي دي.

په تېره بیا له هغې راهیسې چې تېره میاشت امریکا ادعا وکړه چې د کابل په زړه کې يې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی. طالبانو وروسته یوازې د دغه برید کېدل ومنل او ویې ویل چې د دغه برید په تړاو د بشپړو پلټنو پایله وروسته اعلانوي.