له ترکیې نه افغانستان ته پخپله خوښه له ستنېدونکو افغانانو سره مالي مرسته کېږي

د عکس سرچینه، AlArabia
د ترکیې سرې میاشتې ویلي، ترکیه کې یې هغو افغان کډوالو ته د ملاتړ یو پروګرام پیل کړی چې غواړي په دواطلب ډول افغانستان ته ستانه شي.
ددغې ادارې په وینا، له هر هغه افغان سره - چې د کار او اقتصادي ستونزو لپاره ترکیې ته تللی او اوس بېرته خپل هېواد ته ستنېدل غواړي- نغدي مرسته کوي.
دوی وايي د پروګرام موخه دا ده چې دغه بېرته ستنېدونکي افغانان پخپل هېواد کې ځان ته یو کوچنی کاروبار پیل کړای شي.
کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې مشر فرید احمد ضیا ویلي، ځینې افغانان له ترکیې نه ددې پروګرام په اډانه کې کابل ته ستانه شوي دي.
خو ډېری نور افغان کډوال وايي، د امنیتي ستونزو له کبله خپل هېواد ته ستنېدل نه غواړي.
د تېر کال اګسټ کې واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو راهیسې میلیونونه افغانان له هېواده ووتل، ډېری یې ایران، پاکستان او ترکیې ته کډوال شول.
تېره ورځ ایران اعلان وکړ چې له تېر کال راهیسې یو نیم میلیون افغان کډوال ایران ته تللي دي.
تېرې څو میاشتې د ایران شمال لوېدیځې سرحدي سیمې د افغان پناغوښتونکو د ورماتېدو شاهدانې وې.
دوی هڅه کوي ځانونه ترکیې ته ورسوي، خو ډېری یې د ایران سرحدي پولیس نیسي.
اوس ایران کې د افغان کډوالو شمېر شاوخو څلورو میلیونو ته رسېږي.
تېره میاشت ترکي رسنیو ویلي وو، دغه هېواد ۳۶۳ نور هغه افغان پنا غوښتونکي افغانستان ته بېرته استوي، چې د اروپا په تکل یې تر ترکیې ځانونه رسولي وو.
د ترکیې دولتي خبري اژانس "اناتولي" د ترکي چارواکو له خولې ویلي، دغه افغانان په "ناقانونه" توګه ترکیې ته راغلي دي.
په وروستیو میاشتو کې ترکیې د قانوني اسنادو نه لرونکو کسانو پر وړاندې خپله تګلاره سخته کړې ده او د هغوی د څرک مالومول او نیول یې پیل کړي دي.
د تېر کال اګسټ میاشت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې افغانستان یوه بل لوی بشري ناورین کې د ښکېلېدو په درشل کې دی.





















