افغانستان د ایران او ترکیې پوله کې "د افغان کډوالو مړه کېدل تعقیبوي"

د عکس سرچینه، MFA
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران او ترکیې پوله کې په یخه هوا او توپان کې ګیر افغان کډوالو مړینه د دې دواړو هېوادونو په همکارۍ تعقیبوي.
وروستیو کې د رسنیو انځورونه ښيي چې ځینې افغانان د ایران او ترکیې پوله کې په سړه هوا او توپان کې ایسار دي او مړه کېږي.
د دې رپوټونو له مخې، دا کسان د ایران او ترکیې ګډه پوله (چالدران ارومیه سیمه) کې په یخ او واوره کې ګیر دي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان بهرنیو چارووزارت خبرپاڼه کې تایید کړه چې څلور مړي او دوه کسان ژوندي موندل شوي دي.
په انکره او تهران کې د افغانستان سفارتونو مړي په کفن کړي او تراوسه یې دوه مړي خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پېښه د عیني شاهدانو، ایران او ترکي چارواکو او دغو دوو هېوادونو کې د افغان سفارتونو په پرلپسې هڅو پلټي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې برخه کې یې دوه پلټونکې ډلې د پېښې ځای ته استولې دي.

د عکس سرچینه، Social media
د بهرنیو چارو وزارت له افغان وګړو هیله کړې چې "د مرګ له خطر سره مخ بې قانونه سفرونو ډډه وکړي او انساني قاچاقیان یې دوکه نه کړي. "
وروستۍ یوه اونۍ کې خواله رنسیو کې ویډیووې ښيي چې ځینې افغان کډوال واوره کې روان دي او د سړې هوا او د افغان حکومت له بې پروايي شاک دي.
نږدې درې میلیونه افغانان په مختلفو هېوادونو کې کډوال او تر دریو میلیونو نور افغانستان کې له کورونو بې ځایه شوي دي.
په دې ډول نږدې شپږ میلیونه کسان چې د افغانستان ۱۶ سلنه وګړي کېږي په یو نه یو ډول بهر یا کور کې کډوال دي.




















