د ایران انرژۍ وزیر: طالبانو د هلمند سیند له اوبو د ایران ونډې خوشې کول منلي دي

علي اکبر محرابیان لومړنی ایرانی وزیر دی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته سفر کوي.

د عکس سرچینه، Bakhter news

د عکس تشریح، علي اکبر محرابیان لومړنی ایرانی وزیر دی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته سفر کوي.
د خپرېدو وخت

د ایران انرژۍ وزیر وايي، افغانستان ته په یوه ورځني سفر کې د طالبانو حکومت چارواکو ورسره منلې چې ایران ته به د بهیېدونکو اوبو مخه نه نیسي.

د ایران د انرژۍ وزیر لي اکبر محرابیان افغانستان ته له سفر وروسته د کمال خان بند پروژه استکباري بللې او ویلي يې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې هغه اندازه اوبه چې دوی غوښتې نه دي تر لاسه کړې.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ د ایران د انرژۍ د وزیر د سفر په تړاو یوازې دومره ليکلي وو چې په دې کتنه کې د هلمند پر اوبو بحث شوی او د کوم توافق یادونه يې نه وه کړې.

د ایران ایرنا خبري اژانس په رپوټ کې د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان له قوله ویل شوي، له طالبانو چارواکو سره ''په ځانګړې توګه د ۱۳۵۱ هوکړې په هکله له افغان لوري سره خبرې شوې ( دې خبرو کې) یوه مهمه موضوع چې په دا وروستیو کلونو او میاشتو کې د ایران حقابې نه ترلاسه کول دي او د ایران پولې ته څېرمه په زور د اوبو مخنیوي موضوع وه. ''

نوموړی زیاتوي، زموږ مهم توافق دا و چې افغان لوري ومنله چې له دې وروسته به هېڅ اوبه د ګودزره یا د کمال خان بند مل کاسې ته نه چپېږي او اوبه له کمال خان بنده مستقیمې ایران ته ننوزي.

بل لور د افغانستان باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې ایراني وزیر په دې لړ کې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره هم لیدلي دي.

د باختر اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هلمند اوبو ۱۳۵۱ کال هوکړې تطبیق، په ایران کې د افغان سوداګرو او کډوالو پر ستونزو او دواړو هېوادونو تر منځ د پولې او ټرانزیټ مسائلو په هکله غږېدلي دي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د یادونې ده، چې پرون ایراني ایراني وزیر او ورسره پلاوي د طالبانو حکومت رئیس الوزرا له مرستیال عبدالغني برادر سره لیدلي و.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند پر ټویټر ليکلي چې ښاغلي متقي له ایراني پلاوي سره په کتنه کې د موضوع په اړه د ترسره شوو اقداماتو يادونه کړې.

هغه د ایراني پلاوي د مشر محرابیان له قوله ویلي وو، چې په افغانستان کې د زیربناوو په برخه کې کافي فرصتونه شته او ایران چمتو دی چې د انرژۍ د تولید، کرنې، د اوبو د تامينولو او د کانونو د را اېستلو په برخو کې همکاري وکړي.

علي اکبر محرابیان لومړنی ایرانی وزیر دی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته سفر کوي.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند اوبو د وېش په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د دې هوکړې له مخې ایران ته هر کال څه باندې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورکول کېږي، خو د طالبانو حکومت وايي، چې سږ کال وچکالي ده او آن افغانستان په خپله هم کافي اوبه نه لري.