تاشکند کنفرانس؛ طالبانو او پاکستاني پلاوي افغانستان کې د برېښنا پر تولید خبرې کړې

د ویډیو تشریح، د افغانستان په اړه ازبکستان کې نړیوال کنفرانس
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو. دغه کنفرانس کې د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې ده.

د سیمه ییزې همکارۍ د بهیر چټکول او د افغانانو په ګټه د سیمې د هېوادونو د مرستو همغږي کول د دغه کنفرانس اصلي اهداف ښودل شوي.

د دغه کنفرانس ګډونوال له جګړې وروسته د افغانستان د ثبات، امنیت او بیارغونې پر چارو غږېږي او په دې تړاو خپل وړاندیزونه او تګلارې وړاندې کوي.

د افغانستان له اړخه دې کنفرانس ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوی ورغلی دی.‌

ښاغلي متقي د تاشکند کنفرانس ته وینا کې وویل چې د دوی حکومت اقتصاد محوره سیاست تعقیبوي،‌ له ګاوندیو او ټولې نړۍ سره ښه اړیکې غواړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د بشر حقونو د سرغړونې تورونه لګول شوي، ښاغلي متقي کنفرانس ته وویل دوی یوازې غله او د "اسلام‍ي دولت" نومې داعش ډلې غړي نیسي چې د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړي:

"موږ څو څو ځله دا غوښتنه کړې،‌ څوک چې پر موږ دا [د بشر حقونو سرغړونې] تور لګوي، موږ ته دې شمېرې رامخې ته کړي، سند دې وړاندې کړي، موږ به یې پوښتنه وکړو، موږ په ټول افغانستان کې سیاسي بندي نه لرو، موږ هېڅ ښځینه بندیانې نه لرو چې بندیانې شوې او سزا دې ورکړل شوې وي."

ښاغلي متقي ادعا وکړه،‌ کله چې تېر کال اګسټ میاشت کې دوی کابل ته ننوتل، د بګرام او څرخي پله له زندانه ۱۸۰۰ داعشي بندیان خوشي شول:‌ "موږ ایله بیله په تېرو ۱۱ میاشتو کې هماغه ایله راکنټرول کړل".

تاشکند

‌هغه وویل د دوی غوښتنه دا ده چې افغانستان د نورو هېوادونو د سیالیو پر ځای د همکاریو مرکز شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویل شوي، ښاغلي متقي د دې کنفرانس په څنډه کې له پاکستانه غونډې ته ورغلي پلاوي سره لیدلي دي.

په وینا پاڼه کې ویل شوي، ښاغلي متقي د نورو دوه اړخیزو موضوعاتو تر څنګ له پاکستاني پلاوي سره په افغانستان کې د برېښنا تولید پر موضوع هم خبرې کړې دي. وینا پاڼه زیاتوي:

''نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین محمد صالح محمد فاروقي، د انرژۍ وزارت معین راشد محمود او مل پلاوي وکتل. دغه ناسته کې د پاکستان د انرژۍ وزارت معین ښاغلي راشد محمود و ویل چمتو یو له افغان پانګوالو سره په ګډه افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړو او راتلونکي کې دغه برخه کې د ډبرو سکارو پرځای مستقیماً له افغانستانه برېښنا وارده کړو. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي متقي کنفرانس ته پخپله ۱۵ دقیقه ییزه وینا کې وویل، د دوحې په تړون کې طالبانو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه وکړه چې هېڅ ډله یا فرد ته به د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر خلاف فعالیت ته اجازه نه ورکوي.

د دوحې هوکړه کې راغلي وو: "طالبان به خپل هېڅ غړي او د القاعدې په شمول هېڅ ډلې او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا امنیت ته ګواښ پیښ کړي".

متقي وویل، د سیمې او نړۍ امنیت د افغانستان امنیت ګڼي چې له یو او بل سره تړلي دي،‌ "له سیمې او نړۍ هم توقع لرو چې د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله هڅه او مرسته ونه سپموي. له متحده ایالاتو هم توقع لرو چې د دوحې د توافقنامي په لومړی برخه چي د دوی مسئولیتونه پکي یاد شوي پر هغو کړو تعهداتو عمل وکړي".

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند یوسف قابلجانوف مخکې رسنیو ته ویلي وو چې د دغه کنفرانس موخه "د نړیوالې ټولنې د شرایطو پوره کولو لپاره د افغانستان له نویو چارواکو سره د اغېزمنو خبرو پیلول دي."

د نجونو زدکړې

تاشکند

هغه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د ښځونو د حقونو درناوی او نجونو ته د ټولو زدکړو د اجازې ورکړه هغه شرایط بللي وه د ده په وینا نړیواله ټولنه یې د طالبانو له حکومته غواړي.

ښاغلي قابلجانوف "دغه شرایط په افغانستان د پخلاینې ملي پروسې لپاره" خورا مهم بللي.

‌د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر هم دلته ادعا وکړه چې دوی واک ته له راګرځېدو راهیسې په دې او نورو برخو کې "ښه پرمختګونه" لري او د شته ستونزو د حل هڅې روانې دي.‌

هغه دلته خبرو کې یو ځل بیا پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان مرکزي بانک کنګل کړې شتمنۍ ازادې کړي او پر افغانستان د دوی له بیا واکمنېدو وروسته لګولي بندیزونه پای ته ورسوي.‌

تاشکند کې دا کنفرانس داسې مهال جوړ شوی چې څو ورځې وړاندې ازبکستان وویل د افغانستان له خاورې پر دوی توغندي توغول شوي.

تاشکند

‌طالبانو یې هغه مهال ځواب کې ویلي وو چې د توغنديو توغول د هغو "شریرو کړیو کار دی" چې غواړي په دې ډول د "دوو ملګرو هېوادونو ترمنځ بې باوري پيدا کړي."

د طالبانو حکومت بهرینو چاورو وزیر دلته د داعش او هغو ډلو خلاف د دوی د امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه چې هڅه کوي له افغانستان نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي.‌

هغه په ټوله کې د سراسري امنیت ټینګښت د طالبانو حکومت د لاسته راوړنو یوه بېلګه وبلله.

ازبکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ویل کېږي د طالبانو حکومت سره نسبتا ښه اړیکي لري.

دغه هېواد د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ د روغې جوړې په هڅو کې هم فعال و او په ۲۰۱۹ کال هم دغه هېواد کې د افغان سولې په اړه یو سیمه ییز کنفرانس جوړ شوی و.