تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ازبکستان کې د افغانستان د امینت او اقتصادي پراختیا په اړه کنفرانس جوړېږي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته تللی دی.
د طالبانو سرچینې وايي، دا پلاوی نن (یکشنبه، زمری دویمه/جولای ۲۴) له کابله تاشکند ته روان شوی. دا کنفرانس به د جولای پر ۲۵ او ۲۶مه دوام وکړي.
د افغانستان په اړه په یاد کنفرانس د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
د کنفرانس جوړېدو مخه د سیمه ییزې همکارۍ د بهیر چټکول او د افغانانو په ګټه د سیمې د هېوادونو د مرستو همغږي کول ښودل شوي.
همداشان، په دې کنفرانس کې به نړیوال له جګړې وروسته د افغانستان د ثبات، امنیت او بیارغونې پر چارو وغږېږي، خپل وړاندیزونه او تګلارې به وړاندې کړي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وايي، په دې کنفرانس کې د ۲۰ هېوادونو او سازمانونو استازي ګډون کوي.
څو ورځې وړاندې ازبکستان وویل، چې د افغانستان له خاورې پر دوی توغندي توغول شوي، چې طالبانو یې په ځواب کې وویل د توغنديو توغول د "شریرو کړیو کار دی" چې غواړي په دې ډول د "دوو ملګرو هېوادونو ترمنځ بې باوري پيدا کړي."
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو ډېره شونتیا ده چې له افغانستانه پر ازبکستان پنځه توغندي توغول شوي خو کوم ځاني او مالي مرګ ژوبله یې نه لرله، خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د ترمز ښار په ګاونډ "مجنون تال" سیمه کې د استوګنې څلور کورونه "لږ څه زیانمن شوي."
د دوی په وینا، "دغه کورونه د ازبکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې موقعیت لري ځکه زیان هم ور اوښتی دی."
تېر اپرېل میاشت کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) خواله رسنیو کې ادعا کړې وه چې د ازبکستان د سرخندریار ولایت پر پوځي تاسیساتو یې لس توغندي توغولي دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هم د کوچني اختر په مناسبت خپور شوي پیغام کې ویلي، افغان خاوره به هېڅکله د نورو هېوادونو پر ضد و نه کارول شي.
ازبکستان یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې د طالبانو حکومت سره پرتله ییز ډول ښه اړیکي لري.
ازبکستان له څو کلونو په افغانستان کې د ټیکاو او د طالبانو او پخواني افغان حکومت ترمنځ د پخلاینې لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
د افغانستان دغه شمالي ګاونډي په ۲۰۱۹ کال طالبان هڅولي وو چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
په یاد کال کې تاشکند کې د افغان سولې په اړه یو سیمه ییز کنفرانس هم جوړ شوی و.
د ۲۰۲۱ کال په جولای کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو ټیک یوه میاشت وړاندې، مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د تاشکند کنفرانس کې له پاکستاني چارواکو سره د لیدو په درشل کې کنفرانس ته ویلي وو چې له بهره ۱۰ زره جهادي وسله وال افغانستان ته اوښتي او د طالبانو ترڅنګ جنګېږي.