تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني په ازبکستان کې له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ازبکستان کې د مرکزي او جنوبي اسیا رابطې په نړیوال کنفرانس کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي. په دغه غونډه کې د ولسمشر غني او لومړي وزیر عمران خان تر څنګ د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو، محمد حنیف اتمر او شاه محمود قریشي او دغه راز د پاکستاني پوځي استخباراتو ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید هم ګډون درلود.
تر دې وړاندې ولسمشر غني یاد کنفرانس ته وینا کې وویل، له بهره ۱۰ زره جهادي وسله وال افغانستان ته اوښتي او د طالبانو ترڅنګ جنګیږي.
ښاغلي غني وویل:
''استخباراتي اټکلونه ښیي چې په تېره یوه میاشت کې له لس زرو ډېر وسله وال له پاکستان او نورو سیمو افغانستان ته را اوښتی دي او همدا راز نړیوال څارونکي هم پدې نظر دي چې لا طالبانو له نړیوالو ترهګرو سره اړیکي ندي غوڅ کړي. ''
ښاغلي غني زیاته کړه، لومړي وزیر عمران خان او پاکستاني جنرالانو په تکرار سره ویلی وو چې دوی پر افغانستان د طالبانو ولکه د پاکستان په ګټه نه بولي او ژمنه یې کړې وه چې دوی به روغې جوړې ته د طالبانو په قانع کولو کې له خپل بشپړ نفوذه کار واخلي، خو په وینا یې برعکس اوس هغه شبکې چې د طالبانو ملاتړ کوي ''هغوي په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا رامنځته شوې ویجاړۍ لمانځي. ''
ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وویل: ''موږ د خواخوږۍ غوښتنه نه کوو، بلکې ستاسې د ګټو څرګند تعریف غواړو، او ستاسې د خپلو هېوادونو د ثبات او نیکمرغۍ لپاره د داسې میکانیزم موندلو غوښتنه کوو، چې زموږ له ګټو سره غوټه وي. ''
په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ښاغلي غني څرګندونو ته توند غبرګون وښود او زیاته یې کړه پاکستان په وار وار پر طالبانو فشار راوړی چې د خبرو اترو مېز ته کېني.
عمران خان وايي تېر نومبر کې یې کابل ته د سفر هدف همدا و، چې پاکستان ته د سولې په چارو کې د ملګري هېواد په نظر وکتل شي.
د نوموړي په وینا په افغانستان کې د اوسني وضعیت له کبله د پاکستان تورنولو خواشینی کړی دی.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې اوسنی وضعیت د دوو لسیزو بحران پایله وباله او په وینا یې د دې موضوع د پوځي حل لپاره د امریکا لټون له کبله وضعیت اوسني حال ته ورسېد.
ښاغلی خان وايي، هېواد یې خورا ډېره هڅه وکړه، چې طالبان مذاکراتو ته وهڅوي. نوموړی وايي:
''موږ پاکستان کې د طالبانو پر ضد له پوځي عملیاتو پرته نورې ټولې هڅې وکړې، چې دوی د مذاکراتو مېز ته راشي، او (په افغانستان کې) یو سیاسي حل راپیدا شي. ''
ښاغلي خان زیاته کړه:
''د هغه څه پړه پر پاکستان وراچول، چې افغانستان کې روان دي، سخته بې انصافي ده. ''
د ازبکستان کنفرانس کې دا څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان د سولې لپاره یو دوې ورځنی کنفرانس اسلام آباد کې جوړوي چې افغان سیاسي مشران به پکې ګډون کوي.
د دې کنفرانس نېټه د روانې جولای میاشت ۱۷ تر ۱۹ ټاکل شوې وه، خو د افغانستان لخوا ورڅخه غوښتنه شوې چې له اختر وروسته یې ترسره کړي.
اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دغه کنفرانس د جوړېدو نېټه به وروسته وټاکل شي.
عبدالله عبدالله، حامد کرزی ، ګلبدین حکمتیار او محمد محقق د پاکستان له خوا د بلل شويو کسانو په ډله کې دي.
له دې مخکې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په ازبکستان کې دغه غونډه کې ګډون ته لاړ، چې د "سوېلي او منځنۍ اسیا سیمه ییز نښلول، چانسونه او ننګونې" په نوم پرون پیل شو او نن جمعه یې هم دوام درلود.
ولسمشر غني د دې غونډې کوربه هېواد ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف سره لیدلي او دغه راز یې د یادې غونډې په څنډه کې د امریکا متحدو ایالتونو استازې، هند او ترکیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنې درلودې، چې دې غونډه کې یې ګډون کړی و.