اسټرالیایۍ خبریاله: طالبانو په زور اعتراف ته مجبوره کړم؛ طالبان یې نه مني

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د فارن پالیسۍ هغه اسټرلیایۍ خبریاله چې په وینا یې په افغانستان کې "د طالبانو استخباراتو نيولې وه"، وايي طالبانو په "زور اعتراف ته مجبور کړه" او ناسم چلند ورسره شوی دی. خو طالبان وايي، دغې خبریالې ته "فرصت ورکول شوی و چې بښنه خپله وغواړي"

لېن اوډونل فارن پالیسۍ ته رپوټونه جوړږي او د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم په افغانستان د فرانس پرېس او اسوشېټیډ پرېس خبري اژانسونو د دفتر مشره وه.

نوموړې فارن پالیسۍ ته په اوږده لیکنه کې د هغه څه کیسه کړې چې د دې په ټکو په افغانستان کې په دريو ورځو کې پرې تېر شوي دي.

د تېر کال اګست راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې ډېر لږ شمېر بهرني خبریالان یا خبریالانې افغانستان ته د تللو زړه ښه کوي.

اغلې اوډنل لیکلي "...د طالبانو استخباراتي کسانو چې زه یې بندي کړې وم، له ماسره یې ناسم چلند وکړ، ویې ګواښلم، او مجبوره یې کړم د هغو رپوټونو په اړه سپیناوی وکړم چې دوی [طالبان] ویل قوانین او افغان کلتور یې ته زیان رسولی دی."

نوموړې په خپله لیکنه کې ویلي " که داسې مې نه وای کړي، هغوی ویل زندان ته به مې ولېږي"

دغې اسټرالیايۍ خبريالې له دې وړاندې په افغانستان کې پر همجسن خوښو، په زور ودونو او د جنسي مریتوب پر ډېرېدو رپوټونه جوړ کړي وو. د نوموړې په باور، همدا رپوټونه هغه څه وو چې په افغانستان کې د طالبانو چارواکي پارولي وو.

لېن اوډونل له افغانستانه له وتلو مخکې په یوه ټویټ کې د دغه رپوټونو په اړه لیکلي و " زه د هغو درې- څلور رپوټونو په اړه بښنه غواړم چې اوسني واکمن پکې له پيغلوټو نجونونو سره په زور ودونو تورن شوي وو او پر طالب قومندانانو تور پورې شوی و چې پيغلوټې نجونې د جنسي مریانو په ډول کاروي.... دغه رپوټونه له هر ډول ثبوت، بنسټ او یا هم له قربانیانو سره له مخامخ خبرو پرته لیکل شوي وو."

د اغلې اوډونل له دې ټویټ ډېرو داسې اټکل کړی و چې ښايي په سم حالت کې نه وي، او ډېرو په ځواب کې د خوندیتوب هیله ورته کړې وه.

خو له دې ټویټ یوه ورځ وروسته- کله چې له افغانستانه ووته، په یوه بل ټویټ کې یې ولیکل چې دا هرڅه پرې په زور شوي دي:

"د طالبانو استخباراتو راته وویل، یا به ټویټ کې بښنه غواړې، یا به جیل ته ځې...هغوی [طالبانو] راته ویل، ما ټویټ کول. خوښ یې نه شول، ډیلیټ مې کړل، اېډیټ مې کړل او بیا مې ټویټ کړل. له ما یې ويډیو ډکه کړه چې ووایم دا کار مې په زور نه دی کړی. ويډیو مو بیا هم ثبت کړه."

طالبان څه وايي؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته په استول شوي پيغام کې ویلي دغې اسټرالیايي خبریالې ته یې په افغانستان کې د کار اجازه نه وه ورکړې.

عبدالقهار بلخي وايي" اغلې اوډونل ته ځکه په افغانستان کې اجازه لیک نه وه ورکړل شوی چې د اوسني حکومت پرضد یې د وسله وال مقاومت ښکاره ملاتړ کاوه او حکومتي چارواکي یې په پراخو سرغړونو او جنسي مریتوب تورن کړي وو."

ښاغلی بلخي دا نه ردوي چې له خبریالې یې د بښنې غوښتنه کړې وه خو دا نه وايي چې دا غوښتنه ترې په زور شوې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دغې بهرنۍ خبریالې یې د خپلو رپوټونو په اړه شواهد غوښتي وو خو وايي "هغې په افغانستان د خپل شتون په اړه دورغ ویلي و" خو زیاتوي چې وروسته یې په کابل کې په یوه پټ ځای کې ومونده او د پوښتنو ګروېګنو لپاره یوړل شوه.

ښاغلی بلخي وايي، اوډونل د خپلو رپوټونو په اړه ثبونه وړاندې نه کړل، نو ځکه يې پر خپل ټویټر پاڼه بښنه وغوښته چې په وینا له "څو ساعتونو وروسته خوشې شوه."

پر طالبانو تور دي چې له بیا واکمنۍ راهیسې یې په افغانستان کې پر خبریالانو کمساري بندیزونه لګول او ژورنالستان نه پرېږدي چې په خپلواک ډول چارې مخ ته یوسي. خو طالبان بیا وايي، بې پرې خبریالۍ ته ژمن دي او تېرو نهو میاشتو کې یې څه باندې ۸۰۰ اجازه لیکونه بهرنیو خبریالانو ته ورکړي دي.