تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې نيول شوي پنځه بريتانويان خوشي شول
د بریتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي، پنځه بريتانوي وګړي چې په افغانستان کې نيول شوي وو ازاد شوي دي.
د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بريتانيا حکومت د افغانستان د اوسنۍ ادراې د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي دغو وګړو د بريتانيا له حکومت سره هېڅ ډول کار نه درلود.
د بهرنيو چارو وزارت اعلامیې له مخې، دغه کسان د بریتانيا د حکومت د سفر مشورې خلاف افغانستان ته تللي وو چې د دوی په ټګو دا يوه تېروتنه وه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، دغه بریتانویان د دوی استخباراتو نیولي و.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه کسان شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د "نافذه قوانينو او د افغانستان د خلکو د عنعناتو خلاف کړنو" له امله نيول شوي وو چې تېره ورځ د يوه تفاهم له مخې خوشي شول.
د بي بي سي د پخواني کامره من پيټر جووېنال د کورنۍ په وينا په خوشي شويو کسانو کې دی هم شامل دی خو بريتانيا د کوم نيول شوي کس نوم نه دی خپور کړی.
ښاغلی جووېنال د یو شمېر هغو کسانو په ډله کې وو چې تېر کال د طالبانو له خوا نیول شوي او په نامعلومو تورونو بندیان وو.
نوموړي په کابل کې يو مېلمستون هم چلاوه.
د بريتانيا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټروس ويلي، خوشې شوي پنځه کسان به "ډیر ژر له خپلو کورنیو سره یوځای شي".
دغه کسان په داسې حال کې خوشي شوي چې تېره ورځ په دوحه کې د افغانستان لپاره د بريتانيا چارسمبالي سفیر "شارژدافير" هوګو شارټر وويل، بريتانيا د افغانانو په ګډون د هر هغه چا ملاتړ نه کوي چې غواړي افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سياسي بدلون راولي.
ښاغلي شارټر همدا راز ویلي و، بریتانیا به اجازه ور نه کړي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په برخه کې یې خاوره وکارول شي او دا چې هر ډول تاوتریخوالی نه د افغانستان او نه هم د نړۍ په ګټه دی او "موږ د هر ډول ترهګریزو بریدونو مخالف یوو."
په خبرپاڼه کې بريتانيا د دغو وګړو د کورنيو په استازيتوب د افغان کلتور، دودونو او قوانينو د هر ډول سرغړونې له امله بښنه غوښتې او په راتلونکي کې يې د ښه چلند ډاډ ورکړی دی.