تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د چاودنې او ډزو غږونه؛ طالبان وايي، د وسله والو پر ضد یې عملیات کړي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو د پلازمېنې کابل په یوه سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي، چې د دوو وسله والو په وژلو او څلورو نورو په نیولو سره پای ته رسېدلي دي.
ښاغلي مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، عملیات د پلازمېنې په 'سې صد پانزده فاميلي' سیمه کې د هغو وسله والو پر یوه پټنځي شوي، چې ده په خپل پیغام کې 'خوارج' بللي دي، خو په دې هکله یې زیات جزیات نه دي ورکړي، چې د کومې ډلې اړوند وسله وال وو.
له دې مخکې له ځايي وخت سره سم ماخوستن مهال په کابل کې د درنې چاودنې او ډزو غږونه واورېدل شول، چې د ځايي رسنیو رپوټونو له مخې د خیرخانې په سیمه کې وو.
له پېښې وروسته یوې سرچینې بي بي سي ته د دې خبر پخلي تر څنګ وویل، چاودنه ډېره زوروره وه او تر لېرې سیمو یې غږ اورېدل شوی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
سرچینه وايي: "د کابل ښار خیر خانه سیمه کې طالب ځواکونو د داعش وسله والو پر یوه مهم پټنځي عملیات پیل کړل او سیمه یې محاصره کړه. د سرچینې په وینا "یو شمېر نېول شویو داعش وسله والو کې بهرني اتباع هم شامل دي". خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د روان کال په لومړیو کې د پلازمېنې کابل د مرکزي عیدګاه په دروازه کې له یوې چاودنې وروسته طالبانو د کابل شمال په خیرخانه کې پر داعش وسله والو برید کړی و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و ''د داعشیانو یوه ځاله په بشپړه توګه ویجاړه شوې او هلته ټول داعشیان وژل شوي.''
خو ښاغلي مجاهد هغه مهال د کابل عیدګاه جومات چاودنې او داعش ضد عملیاتو تر منځ د تړاو په هکله څه نه و ویلي.