اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو واکسین او خوندیتوب لپاره ۴۰ میلیون یورو مرسته کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسېف وايي، په افغانستان کې د بشري او اقتصادي حالت له ترينګلي کېدو سره ماشومان هم له تاوتریخوالي او د دوی خونديتوب ته له نورو ورپېښو ګواښونو سره مخ دي.
یونېسف وایي دغو ستونزو افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره سختو پرېکړو سره مخامخ کړي، ځینې یې په کور دننه سختو کارونو ته اړوتي او یو شمېر نورو یې له افغانستانه د وتلو له ګواښونو ډکه لار نیولې.
دغه سازمان ویلي تازه يې د اروپايي ټولنې ۴۰ مېلیونه یورو بسپنه تر لاسه کړې چې له دې به ۲۵ میلیونه د افغان ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر واکسیناسیون او ۱۵ میلیونه نور خطر سره د مخ ماشومانو په خوندي کولو ولګوي.
دغه سازمان ویلي هوډ لري چې د اتلس زره کډوالو ماشومانو پر خوندي کولو کار وکړي او لس مېلیونه نورو ته د پولیو ضد واکسین ولګوي.
یونیسېف وايي، تېر کال افغانستان کې لږ تر لږه د ۸۸ سلنه کورنیو لږ تر لږه یو ماشوم له کوره بهر سخت کار ته اړوتی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان ته د اروپايي ټولنې سفیر اندرياس وان برانت وايي، له هېواده بهر د ماشومانو سفر، په تېره بیا هغه مهال چې یوازې وي، دوی د تاوتریخوالي او ناوړې کارېدنې له ګواښ سره مخامخوي.
هغه زیاتوي په همدې خاطر اروپايي ټولنه یونیسېف ته زیاتي ۱۵ مېلیونه یورو ورکوي چې افغانستان ته هغه ستنېدونکي ماشومان تشخیص کړي چې مرستې ته اړتیا لري او یا هم د کډوالۍ له خطر سره مخ دي تر څو هغوی ته له کډوالېدو او سخت کار پرته نور غوراوي ورکړي.
دغه پنځلس مېلیونه یورو به یونیسېف د دې جوګه کړي چې له ۱۸ زرو ډېرو یوازې پاتې شوو کوچنیانو ته رواني ملاتړ برابر، کورنۍ یې ورته پیدا او ورسره یوځای یې کړي.
دغه راز به اووه نیم زره ماشومانو او پنځه سوه لویانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه هم برابره کړي او له څلور نیم زرو ډېرو اړمنو کورنیو سره به نغدي مرسته وکړي.
پر دې سربېره به دوه لکه او دېرش زره کسانو ته د ماشومانو د کډوالۍ او یو لک او څلوېښت زره نارینه او ښځینه وو ته د جنسيتي تبعیض د مخنيوي په اړه مالومات ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د یونیسېف استازي محمد ایویا ویلي، افغانستان په نړۍ کې له هغو دوو هېوادونو دی چې لا هم ګوزڼ یا پولیو پکې شته او د اروپايي ټولنې دا بسپنه به له دغې ادارې او د روغتیا له نړیوال سازمان سره مرسته وکړي چې په دغه هېواد کې د پولیو ضد واکسیناسیون چارې ګړندۍ کړي.
د یونیسېف چارواکي وایي په تېر کابو یوه کال کې یې په افغانستان کې د شپږ نیم او نهه نیم میلیونو ترمنځ له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین کړی.
پر دې سربېره له ایران او پاکستان سره د تګ راتګ پر لارو يې هم ۱.۲ مېلیونه کډوال ماشومان واکسین کړي.



















