د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي نارنج ماڼۍ خوا کې د ودانیزو چارو مخنیوي غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست د کندهار له ولایت مقامه په یوه لیک کې غوښتي چي ددغه ولایت زاړه ښار د نارنج ماڼۍ په سویلي خوا کې د یوې دوې پوړیزي ودانۍ د جوړېدو مخه ونیسي.
دغې ادارې رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ماڼۍ په احاطه کې ودانۍ جوړه کړي.
نارنج ماڼۍ د کندهار د زاړه ښار په څنډه کې ۲۳۴۱ کاله وړاندې د مقدوني سکندر د امپراتورۍ پر مهال ودانه او بیا دا ماڼۍ د هوتکیانو تر مهاله جوړه وه او دهغې دورې وروستي پاچا شاه حسین هوتک هم کاروله.
نارنج ماڼۍ چې د سکندریه ماڼیو په نوم هم یادېږي په افغانستان کې له هغو ۱۲ ماڼیو څخه ده چې مقدوني سکندر د خپلي امپراطورۍ پر مهال افغانستان کې ودانې کړې وي.
نارنج ماڼۍ له هغو ۱۲ ماڼیو یوازینۍ هغه ده چې د خاورو د یوې غونډۍ په بڼه پاتې ده، خو د هوتکیانو د واکمنۍ د ادبي غونډو تاریخ ورسره غوټه دی.
په تېره نیمه پېړۍ کې د بېلابېلو واکمنو لخوا په دغه ودانۍ کې سپړنې شوې او یو شمېر لرغوني آثار هم په کې موندل شوي، خو هر ځل په دغه هېواد کې د سیاسي بدلونونو سره دغه سپړنې هم په ټپه درېدلې دي.
په وروستیو دریو لسیزو کې یو شمېر کسانو ددغه ودانۍ حریم پر غصب لاس پوری کړی او ځینو په کې ودانۍ هم جوړې کړې دي.
تازه، ددغې ودانۍ سویلي خواته د یوې مدرسې د جوړولو چاري روانې دي، چې ویل کېږي د طالبانو د یوه جګپوړي غړي اړوند ده.
یو شمېر سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د مدرسې اوسنۍ ودانۍ د دغې لرغونې ماڼۍ په حریم کې جوړه شوې، چې د طالبانو په پخواني نظام کې جهادي مدرسه وه او اوس د دغې مدرسې ودانۍ ته پراختیا ورکول کېږي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغونو ابدو مخکینی امر عزیز احمد عزیز وایي، دغه مدرسه د نارنج ماڼۍ اړوند دوه جریبه ځمکه باندي جوړ شوې ده.
کندهار کې د اطلاعات او کلتور ریاست هم مني چې دغه مدرسه د طالبانو تېره واکمنۍ کې جوړه شوې وه، چې اوس یې د نړېدلو برخو د بیارغاوني چارې روانې دي.
ددغې ادارې مشرمولوی نور احمد سعید وایي، د مدرسې د حریم د پراختیا مخه یې نیولې او په دې اړه یې په لیکلې توګه وزارت او ولایت مقام خبر کړي دي.
ددغې لرغونې ابدې په احاطه کې د ودانیزو چارو پيلېدلو ګڼ غبرګونونه د ځان سره درلودل.
لیکوال او شاعر او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالباري جهاني پر خپله فېسبوکپاڼه طالبانو ته لیکلي، چې دا یوه عادي تاریخي ابده نه بلکې ''د افغانستان د ناموس او آزادۍ د دفاع ستر سنګر دی. ''

د عکس سرچینه، facebook
د افغانستان د تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتني قانون په اوومه ماده کې راغلي چې هیڅ حکمي او حقیقي شخص نشي کولای د لرغون پېژندني په تسجیل شوې ساحه کې د لرغون پېژندنې د انسټیټیوت له موافقې پرته د ودانۍ په جوړولو لاس پورې کړي او یا بل شخص ته د ودانۍ د جوړولو اجازه ورکړي.
طالبانو تر دې وړاندي په یوه اعلامیه کې ویلي و چې لرغوني اثار د افغانستان د تاریخ، هویت او بډایه فرهنګ برخه ده او د هغه ساتنه یې خپله اساسې دنده بللې وه.
څه موده وړاندي د کندهار ګاونډي هلمند ګرشک ولسوالۍ یوه لرغونې کلا د طالبانو د یو شمېر کسانو لخوا د هوارولو چاري پیل شوې وې او د رپوټونو له مخې هڅه یې دا وه چې هلته یوه دیني مدرسه جوړه کړي.
خو دغه چاري د خلکو له غبرګونونو وروسته ودرول شوې سره له دې، چې ددغې ودانۍ ځینې برخې یې ویجاړې کړې وې.



















