د کندهار امربالمعروف: ښځه د حجاب په نه مراعتولو "حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي"

حجاب
د خپرېدو وخت

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست په ښار کې د ښځو حجاب په اړه ځانګړي پوسټرونه لګولي. پر یوه پوسټر ليکل شوي، " مسلمانه ښځه د حجاب په نه مراعتولو سره له نورو حیوانانو سره د مشابهت هڅه کوي."

کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف مشر عبدالرحمان طیبي له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې دغه ډول پوسټرونه یې په ښار کې د طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخندزاده په امر لګولي دي.

د دغو پوسټرونو په یوه برخه کې لیکل شوي، "لنډ، تنګ او نازک کالي هم د بې حجابۍ په حکم کې دي...حجاب فرضي حکم دی او محدودیت او بندیز یې مه ګڼئ"

په کندهار کې دغه ډول پوسټرونو خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه هم پارولي او دا یې ښځو ته سپکاوی بللی دی.

خو د طالبانو د امربالمعروف ریاست عبدالرحمان طیبي بیا ټنیګار کوي چې دغه پوسټرونه یې یوازې "د توصیې په ډول" په ښار کې نصب کړي او هدف یې "ښځو ته سپکاوی نه دی."

د طالبانو د امربالمعروف دغه چارواکي وايي، په ښار کې د پوسټرونو د لګولو هدف دا دی چې خلک "سمې لارې" ته راکاږي او ادعا کوي چې څوک یې خبرې "سپکوونکې نه بولي"

ښاغلي طیبي تېره اوونۍ په کندهار کې ټکسي او ریکشا چلوونکو ته هم خبرداری ورکړی و چې له محرم پرته ښځې له ځان سره پورته نه کړي.

عبدالرحمان طیبي هغه مهال ویلي وو، د خوښیو په مراسمو، موټرو او راډیوګانو کې د موسیقۍ اورېدل هم منع دي.

حجاب

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي وو چې ښځې دې له حجاب پرته له کوره نه وځي او نایان اجازه نه لري چې د خلکو ږېرې وخریي او "انګرېزي سټایل" وېښتان جوړ کړي.

په کابل کې امربالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف د دغو پوسټرونو په اړه وايي، د "حجاب عامه پوهاوي" لپاره یې په ځینو ولایتونو کې پوسټرونه لګولي او زیاتوي "حجاب د ښځو لپاره زینت دی" او "حیوانات دي چې لباس نه لري."

د طالبانو امربالمعروف وزارت په کابل پوهنتونو کې هم ځانګړي پوسټرونه لګولي او محصلانو ته یې پکې سپارښتنې کړي چې څه ډول جامې واغوندي دي.

په دغو سپارښتونو کې ویل شوي چې محصلانې دي رنګینې او تنګې جامې نه اغوندې او غوښتنه ترې شوې چې "میک اپ" یا سینګار دې هم نه کړي.

په کابل او ځینو ولایتونو کې ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکي په لویو لارو کې ولاړ وي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې ږېرې ونه خریي.

له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په ځانګړي ډول یې پر ښځو کمساري محدودیتونه لګولي دي. د بشري حقونو ادارې وايي، طالبان ښځې له ټولنیز ژونده منع کوي.

خو طالبان دا نیوکې ردوي او ټینګار کوي چې افغانستان کې ښځې 'د شریعت په چوکاټ' کې خپل ټول حقونه لري.