د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره: افغانستان په ژور اقتصادي، ټولنیز او بشري ناورین کې ډوب شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ په افغانستان کې د روان حالت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې په تېر اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره دغه هېواد په ژور اقتصادي، ټولنیز او بشري ناورین کې ډوب شوی.
د دغه سازمان د بشري حقونو کمشنرې مېشل باشېلې د بشري حقونو د شورا غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حالت حساس دی او له سیستیماتیک ځور سره مخ دي.
هغې د تېر حکومت د کارکوونکو پر ځورېدو هم خواشيني څرګنده کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د دغه سازمان د بشري حقونو کمشنرې مېشل باشېلې د افغانستان په تړاو د خپل راپور په سر کې هلته روان حالت د یوه نسل تیاره شېبې وبللې.
هغې وویل په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه ۹۳ سلنې ته لوړه شوې او د خوړو نه خونديتوب او بنسټیزو روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی يې د ګڼو هغو ستونزو تر څنګ يادې کړې چې افغانان همدا اوس ورسره مخ دي.
آغلې باشېلې د افغان ښځو د حقونو غوښتنې هم په نه تصور کېدونکو ننګونو کې زړوره مبارزه وبلله او ويې ویل پر ښځو وروستي محدودیتونه روغتیايي خدماتو، ژوند او بشري مرستو ته د ښځو او د هغوی د ماشومانو پر لاسرسي هم اغېز کوي.
نوموړې زیاته کړه: ''د دوی حالت نازک دی. د منځنیو ښوونځیو پر نجونو د بندیز دوام یو اعشاریه یو میلیونه نجونې له خپل راتلونکي بې برخې کوي. له مارچ راهیسې ګڼ فرمانونه صادر شوي چې د ښځو او نجونو حقونه اغېزمنوي. د سخت پوښښ عملي کول، کار ته د ښځو پر لاسرسي بندیز او له سیاسي او عمومي ژونده د ښځو راګرځول او دغه راز د تګ راتګ د آزادۍ حقوق سخت اغیزمن شوي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغې زیاته کړه چې افغان ښځې له هغې بدې سناریو سره په چټکۍ مخ کېدونکې دي چې ډېرو يې وېره لرله.
آغلې باشېلې وویل، افغانستان له ښځو سره د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو د کنوانسیون په ګډون ګڼ نړیوال تړونونه منلي وو چې د طالب چارواکو پالیسۍ او عمل دواړه ښيي چې هغو ته ژمن نه دي.
هغې له بشري حقونو د سرغړونو د څار لپاره د میکانیزمونو نشتوالی هم داسې چاره وبلله چې د زیانمنونکو ټولنو خوندي کول يې پوره سخت کړي.
هغې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په څېر د جوړښت پر اهمیت هم ټينګار وکړ چې وکولی شي واکمنو چارواکو ته د ستونزو لپاره حللارې وریادې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
واک ته د طالبانو له رسېدو سره د تېر حکومت چارواکو ته بښنه يې د پخلاينې په لور یو ګام وباله خو ویې ویل چې ملګري ملتونه لا هم د تېر حکومت د کارکوونکو د ځورېدو اړوند باوري راپورونه تر لاسه کوي. نوموړې زیاته کړه:
''په دې اړه هم اندېښنه لرم چې د یوناما د بشري حقونو څانګه هم د غیرقانوني نیونو، ناسم چلند او بې قانونه وژنو په اړه باوري ریپوټونه تر لاسه کوي، په تېره بیا د هغو کسانو چې له تېر حکومت او ادارو سره يې کار کړی و. ''
هغې پر واکمنو چارواکو غږ وکړ چې مدني آزادیو، خپلواکو رسنیو او خبریالانو ته هم د خوندي فعالیت اجازه ورکړي.
دغه راز يې د سولې په لور د افغان ټولنې د پرمخ بېولو په لور د تصمیم نیولو او پالیسۍ په بهیر کې د ټولو افغانانو استازولي حیاتي وبلله او پر نړیواله ټولنه يې هم غږ وکړ چې له روان اقتصادي او بشري ناورین څخه د افغانانو د وتلو لپاره مرستو ته دوام ورکړي، کنه نو د هغې په وینا په افغانستان کې پراخ بشري ځور به دوام ومومي.




















