د طالبانو پوهنې وزارت: که بودیجه ومومو د سواد، زدکړې مرکزونو شمېر دوه برابره کوو

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وایي، د نالوستۍ ختمولو لپاره یې یو نوی پروګرام جوړ کړی، چې پر بنسټ به یې د سواد، زدکړې مرکزونه دوه برابره زیات او لمن به یې ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د پوهنې وزارت د سواد، زدکړې د برخې چارواکي وايي، ددغه پروګرام د پلي کېدو لپاره ډېرې بودیجې ته اړتیا لري، چې حکومت یې د ورکولو توان نه لري.

د پوهنې وزارت د سواد، زدکړي د ادارې مشر محمد‌ابراهیم عمري وایي، که بودیجه ترلاسه کړي، د نوي پلان له مخي به څلور سوه زره کسانو ته د سواد، زدکړې زمینه برابره کړي.

ښاغلی عمري زیاتوي چې نوي پلان کې یې د لوړ عمر لرونکو کوچیانو ته هم د سواد زدکړې د برابرولو چاري په پام کې نیولې دي.

د پوهنې وزارت د سواد، زدکړې اداره وایې دوي د خپلي پالیسۍ له مخې د وزارتونو او ریاستونو سره هم ګډ کار کوي، چې په ټولو ادارو کې هغو کسانو ته چې عمرونه یې زیات او نالوستي وي د سواد، زدکړې فرصتونه برابر کړي.

ددغې ادارې چارواکو بي بي سي ته وویل، چې د دفاع وزارت د ۳۰ زره نالوستو کسانو یو نوملړ دوی ته سپارلی چې په نوي پلان کې یې شامل او ورته د سواد، زدکړې فرصت برابر کړي.

ددغې سرچینې په خبره، د کورنیو چارو وزارت هم د هغو نالوستو کسانو پر نوملړ کار کوي چې دم ګړۍ یاد وزارت کې دندې لري.

ښاغلی عمري زیاتوي، چي د سواد، زدکړې د پروګرام لپاره یې پر یوه نوي نصاب کار پیل کړی، چي په وینا یې ډېر ژر به بشپړ شي، خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل چي د سواد، زدکړې د نوې طرحې د پلي کولو برخه کې دي ورسره مالي مرسته وکړي.

طالبان په داسې حال کې د سواد، زدکړې کورسونو طرحه وړاندې کوي چې واک ته ددغه ډلي له رسېدو را وروسته د افغانستان په ډېرو برخو کې تر شپږم ټولګي پورته زرګونه نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) په یوه راپور کې راغلي، له ۱۵ کلنۍ پورته د نالوستو افغانانو شمېر ۱۲ میلیونو کسانو ته رسېږي چې له دې ډلې ۷،۲ میلیونه یې ښځې او ۴،۸ میلیونه یې نارینه دي.

د رسمي شمېرو له مخي په افغانستان کې اوسمهال د سواد‌، زدکړې ۷۸ ښوونځي او ۱۸ د سیمه‌ ییزو زدکړو مرکزونه (سي ایل سي) شته، چې ګډونوالو ته پکې د سواد، زدکړې ترڅنګ، حرفوي زده کړي هم ښودل کېږي.