افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ۴۰ سلنه محصلينو زدکړې پرايښې

د خپرېدو وخت

افغانستان کې خصوصي پوهنتونونه وايي ٤٠ سلنه زده کوونکي يې د اقتصادي ستونزو له امله له پوهنتونونو وتلي دي. خصوصي پوهنتونونه په تېرو دوو لسيزو کې خورا ډېر وغوړېدل او شاوخوا دوه سوه زره زده کوونکي يې لرل. لکه حفيظ معروف يې چې خپل ځانګړي رپوټ کې ارزونه کړې، ځينې پوهنتونونه وايي د يوه ټولګي هومره نوي زده کوونکي هم نه مومي.