سعودي او د سیلانۍ صنعت: د تېلو په بټۍ کې هوټل او دښته کې د ښارګوټي جوړولو هوډ

د عکس سرچینه، Reuters
ایا داسې یو ځای ته به په رخصتۍ ولاړ شئ چې له هغه ځایه تېل ایستل کېږي؟
سعودي پلان لري چې د سمندر منځ کې د تېلو کیندنې یوه بټۍ د ساعتېرۍ په یوه پارک بدله کړي. د پلان له مخې به دلته د بېلا بېلو لوبو لپاره اسانتیاوې، رېستورانونه، د خوب نژدې زر خونې او ګڼ نور د ساعتېرۍ اسانتیاوې موجودې وي.
"دا رېګ" په نوم دا پروژه د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د لرلید یوه ښکارندويي ده.
سعودي د تیلو په تولید کې د نړۍ تر ټولو ستر هېواد دی خو محمد بن سلمان غواړي چې هېواد یې د تېلو پر عاید تکیه کمه کړي، په نړیواله کچه د سیاحت او سیلانۍ په یوه مهم مرکز واوړي او د عاید نورې سرچینې هم ولري.
دا د محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید پروژې برخه ده چې په نړیواله کچه یې د پانګونې لپاره سوداګر وربللي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د سعودي حکومت تمه لري چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به د سیلانۍ په صنعت کې تر ټولو ډېرې دندې پیدا شي او دا صنعت به یې د هېواد د ټولو عایداتو لس سلنه تولیدوي.
سعودي کې دم ګړۍ نژدې ۲۱ ميلیونه وګړي له ۳۵ کلونو کم عمر لري چې دا یې د ټولو وګړو دوه په درېیمه برخه کېږي.
په ۲۰۱۹ کې سعودي د سیلانۍ لپاره ځانګړې ویزې پیل کړې چې له تاریخي پلوه له حج او عمرې پرته نورو خلکو ته نه ورکول کېدې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سیلانۍ په صنعت کې پرمختګ لپاره سعودي اړه دی چې له ګڼو ننګونو سره مبارزه وکړي.
جنوب ختیځ هېوادونه د سیلانۍ په مشهورو ځایونو اړول نه اسانه کار دی او نه هم ارزانه.
سعودي کې د کال اته میاشتې سخته ګرمي وي، هېواد کې یې له سیاسي پلوه د بیان د ازادۍ حق نشته، پر سړکونو ښځې او سړي ډېر کم یو ځای تر سترګو کېږي.
له دې ورهاخوا د سعودي پر چارواکو له بشري حقونو د سرغړونې او پر ښځو د زورزیاتي تورونه دي. د خبریال جمال خاشقجي له وژنې وروسته محمد بن سلمان هم له نړیوالو نیوکو سره مخ و.
هوډ یې یوازې تر سیلانۍ نه دی محدود
واشنګټن کې د منځني ختیځ د چارو شنونکې کیرن ینګ بي بي سي ته ویلي چې له ګڼو ننګونو سره سره د سعودي اقتصاد د پخوا پرتله نن ډېر هر اړخیز دی او یوازې د تېلو پر عاید تکیه نه دی.
عکس: ګېټي

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړې وايي: "ګام په ګام په سیمه اییزه کچه د سیلانۍ ځایونو او هوټلونو په تقاضا کې لوړوالی راغلی او دې نویو کاروبارونو ته لار هواره کړې. له تېلو ورهاخوا نورو صنعتونو کې هایدروجن، کان کیندنې او د خدماتو په صنعت کې په دې وروستیو کلونو کې پانګونه ډېره شوې."
خو خبره دا ده چې له اقتصادي پلوه د بېلا بېلو صنعتونو درلودل او د عاید ګڼې سرچینې داسې هدف نه دی چې یوه یا دوو لسیزو کې په بشپړ ډول ترلاسه شي.
اغلې ینګ وايي چې د تېلو عاید به راتلونکو ډېرو کلونو کې د سعودي حکومت لپاره د عاید مهمه سرچینه وي.
پر تېلو د کمې تکیې هیله
ډېری خلک ښايي دا وپوښتي چې سعودي به په راتلونکو څو کلونو کې وتوانېږي چې د تېلو پر عاید خپله تکیه کمه کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بحرین اقتصادي ټولنې مشر عمر العبیدلي وايي چې د عاید سرچینو په بدلولو او له یوه صنعته بل ته د لېږد په بهیر کې باید دا ټکی په پام کې ونیول شي چې په سعودي کې د خدماتو هغه لوړ معیارونه پر ځای پاتې شي چې اوس شته دي.
دی وايي چې حکومت به تر ډېره هڅه کوي چې په نویو صنعتونو لکه هایډروجن پروژې او نوې کېدونکې انرژۍ باندې ډېره پانګونه وکړي.
له دې ورهاخوا له مذهبي او سیمه اییزې سیلانۍ به هم عایداتو کې پر ډېروالي فکر کوي.
عمر العبیدلي وايي بریا هغه وخت شونې ده چې پلانونه په سیمه اییزه کچه په بریالي ډول سر ته ورسول شی خو په وینا یې پایلې به یې څو کلونه نور وخت هم ونیسي چې تر سترګو شي.
دی زیاتوي: "دا بهیر کېدلی شي شاوخوا ۱۵ کاله ونیسي. راتلونکو څو کلونو کې د لوی بدلون تمه درلودل به له وخت وړاندې وي. بله دا چې د کورونا وبا هم پلانونه له خنډ سره مخ کړي."

د عکس سرچینه، Eric Lafforgue/Art in All of Us
سیلانۍ صنعت کې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې سعودي نویو تفریحي پارکونو، سينماګانو او د سيلانۍ په نورو برخو کې پانګونه وکړي چې د نړیوالو سیلانیانو پام ځانته واړوي.
دښته کې د عصري ښارګوټي جوړولو پلان
سعودي یو له هغو هېوادونو دی چې په نړیواله کچه تر ټولو ډېرې مالي سرچینې لري.
۲۰۱۶ کې "سعودي فنډ" په نړیواله کچه خپله پانګونه زیاته کړه، لکه د فوټبال کلبونو پېرل، د ګیمونه او برېښنايي ګاډو په صنعت کې پانګونه او داسې نور…
له تاریخي پلوه سعودي تر دې وړاندې دغه ډول پانګونې نه دي کړي.
د سعودي فنډ له مالي سرچینو نه په ګټې اخیستو د سعودي حکومت غواړي په دښتو کې عصري ښارګوټي جوړ کړي.
له دې یې هم موخه سعودي کې د بهرنۍ پانګې زیاتوالی او په نړیواله کچه د سعودي اغېز زیاتول دي.

د عکس سرچینه، Neom.com
تر اوسه د دغو ټولو پروژو مالي ملاتړ د تېلو له صنعته د ترلاسه شويو عوایدو پر مټ کېږي. شنونکي وايي دا اټکل ستونزمن دی چې سعودي به کله وتوانېږي له تېلو ورهاخوا خپل نور صنعتونه په پښو ودروي.
د سعودي حکومت په دغه صنعتونو کې پانګونه ځکه چټکه کړې چې ګڼ وګړي یې ځوانان دي او غواړي چې د دندو زمینه ورته برابره شي تر څو بهر ته له تلو یې راوګرځوي.
له همدې له امله سعودي په سوداګریزو اعلاناتو خورا ډېر لګښت کوي چې پر مټ یې خلکو ته غواړي د یو راتلونکي ښارګوټي انځور وړاندې کړي چې د دښتې په منځ کې اباد دی او د ژوند په عصري وسایلو سمبال دی.
نیام د هغې پروژې نوم دی چې مشران یې ادعا کوي "د راتلونکي ژوند یوه نښه یا سمبول به وي چې بشریت او طبیعت دواړه به په کې خوندي وي او پرمختګ به کوي."






















