د افغانستان مالیې پخوانی وزیر اوس په امریکا کې ټیکسي چلوي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په خورا چټکۍ بدلون راغلی. له دې سره د افغانستان مالیې وزارت پخواني سرپرست خالد پاینده په ګډون د ګڼ شمېر افغانانو ژوند هم له یوه مخه بدل شوی دی.

ښاغلی پاینده چې یو وخت یې پر نړیوالو اقتصادي او مالي فورمونو د افغانستان استازیتوب کاوه، اوس په امریکا کې د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره ټیکسي چلوي.

ښاغلي پاینده د طالبانو له واکمنېدو څه موده مخکې استعفا وکړه، خو په هېواد کې اوسېد. نوموړی څه باندې نهه میاشتې مخکې له افغانستانه ووت او اوس د امریکا په واشنګټن ډي سي کې ژوند کوي.

ښاغلی پاینده اوس په هغه ښار کې چې اوس ژوند په کې کوي، د پوهنتون محصلینو ته د افغانستان په هکله مشورې او لکچرونه هم ورکوي.

ښاغلي پاینده په داسې حال کې چې ټیکسي یې چلوله د بي بي سي خبریالې لورا ټریویلیان ته وویل، له ټیکسي دومره عاید مومي چې ډېرو یې تمه نه کوله.

نوموړي په واشنګټن کې د افغانستان تړل شوي سفارت دروازې مخې ته د بي بي سي له خبریالې سره مرکه کې وویل، کال کې به لږ تر لږه دوه ځله دې ودانۍ ته د نړیوال بانک او یا نړیوال وجهي صندوق په غونډو کې د ګډون لپاره راتلم، خو اوس د دې ودانۍ لیدل اسانه چاره نه ده.

نوموړی وايي، کله چې طالبانو د افغانستان ځینې ولایتونه ونیول، ګومان یې کاوه، چې تر څو کلونو پورې به ښايي پلازمېنه سقوط و نه کړي او مقاومت به وکړي، خو په وینا یې: ''دا غمیزه ده، دا د ۳۵ - ۴۰ میلیونه خلک د یوې متعصبې ډلې لخوا یرغمل کېدل دي، د یوې داسې ډلې لخوا چې د خلکو او لږکیو پر بنسټیزو حقونو باور نه لري، او له ۵۰ سلنې زیات نفوس ته چې ښځې دي، حق نه ورکوي، دا هغه ټول پرمختګونه پر شاتګ بدلوي چې موږ تېرو شلو کلونو کې کړي وو. ''

ښاغلی پاینده وايي، د ده په اند په تېر کې لویه ستونزه پر مهمو څوکیو د بې کفایته کسانو ګومارنه وه، خو په خبره یې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو مالي او اداري فساد داسې څه وو، چې د جمهوریت ستنې یې ولړزولې.

د اوسني وضعیت په هکله نوموړی وايي، د ډېرو لپاره شرایط خورا سخت دي او خپله دی هم له ډېرو ستړو- ستونزو تېر شوی، خو په وینا یې بالاخره باید انسان له دې شرایطو د وتلو لپاره لارې، چارې ولټوي او ''زما مخکینۍ دنده یا هم اوسنۍ هغه ما محدودولای شي. ''

نوموړی وايي، لومړی ځل له داسې بحران سره مخ شوی او په خبره یې له دې سره یې هیله دا ده چې په شخصیت کې به یې عجز او انکسار ډېر شي.

ښاغلی پاینده زیاتوي: ''ژوند پر مخ درومي، یا به په ماضي پسې ژاړې او یا به پر مخ ځي او بېرته به له سره د ژوند ترتیب او تنظیم هڅې کوې. ''