تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د مالیې وزیر ارغندیوال له دندې ګوښه کړی
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، د عوایدو په راټولول کې سستي، د مالیې وزارت کې د ناقانونه ګومارنو سپیناوي لپاره د ولسمشر لخوا له ټاکل شوي پلاوي سره نه همکاري، مالیې وزارت کې مدیریتي کمزوري د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، سپارل شوې دنده کې د اساسي قانون ۷۷ مادې په پام کې نه نیول او د ولسمشر غني له حکمونو سرغړونه هغه دلایل دي چې له کبله یې ښاغلی ارغندیوال له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
د افغانستان له مالیې وزارته د عبدالهادي ارغنیدوال تر لېرې کېدو وروسته ددغې ادارې مخکنی مرستیال وزیر محمد خالد پاینده د چار سمبالي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
له ولسي جرګې د باور رایې تر اخیستو شاوخوا دوې میاشتې وروسته دا دویم وزیر دی چې د ولسمشر غني له خوا له دندې ګوښه کېږي.
ښاغلي ارغندیوال د ولسمشر د پرېکړې په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د وزارت ویاند شمروز خان مسجدي هم ویلي له خپلې دندې یې استعفا کړې ده.
لنډه موده کې د دویم وزیر ګوښه کېدل
د ښاغلي ارغندیوال تر لېرې کېدو څو ورځې وړاندې د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس د اداري فساد په تور نیول شوی وو.
د سرچینو په وینا، له څو اونیو راهیسې د چارو ادارې او مالیې وزارت ترمنځ ناندرې روانې وې، چې ویل شوي په ځینو برخو کې د چارو ادارې د مالیې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوله. دغې ادارې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
شاوخوا شل ورځې وړاندې د افغانستان د روغتیا مخکیني وزیر احمد جواد عثماني په یوه لنډ ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې د ولسمشر غني له خوا له دندې ګوښه کړای شوی دی.
هغه ویلي وو، ولسمشر دوه ځله ترې غوښتي وو چې له خپلې دندې استعفا وکړي، خو هغه نه وه منلې، چې په بله ورځ یې د ولسمشرۍ د چارو له ادارې داسې حکم ترلاسه کړ چې پکې یې استعفا منل شوې وه.
تر هغه تصمیم وړاندې د ښاغلي عثماني ورور او د عامې روغتیا وزارت څو لوړپوړي چارواکي د بډو اخیستلو په تور نیول شوي وو، که څه هم ښاغلي عثماني ویلي و، ورور یې نه دی نیول شوی او یوازې د ځواب ورکولو لپاره لویې څارنوالۍ ته تللی وو.