تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل په لوېدیځ کې د زدکوونکو وېره؛ یو پلار چې د زوی ژغورلو ته وتلی و، خپله ووژل شو
۱۵ کلن میلاد وروسته له هغه چې تېره میاشت یې پر ښوونځي د سختدریځو لخوا خونړی برید وشو، د لومړي ځل لپاره خپله د ښوونځي بکسه جوړه کړه چې خپلو سبقونو ته ور وګرځي.
هغه ورځ په لومړۍ چاودنه کې میلاد ته زیان نه وه رسیدلی خو پلار یې د نوموړي ژغورنې لپاره ښوونځي ته ورغلی و، خپله په دویمه چاودنه کې ووژل شو.
د میلاد له پلار میرحسینه پاتې نښه هغه پوستر دی چې له کوره بهر یې ځوړنده کړی او په هغه لیکل شوي چې "تا په خپلې وینې سره مینې ته مانا ور وبښله".
میلاد چې د خپل مشر ورور او تره ترڅنګ ناست دی وایي: "دا واقعا سخته ده چې بیرته ښوونځي ته لاړ شم. زه نه غواړم ښوونځي ته لاړ شم."
میلاد او د دشت برچي ډېر اوسیدونکي هزاره شیعه لږکي دي.
پر دې سیمه څو ځلې داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې بریدونه کړي دي او د میلاد پر ښوونځي د شوي برید پړه هم پر داعش ور اچول کېږي.
ميلاد بي بي سي ته وويل: "زه ټولګي ته روان وم چې چاودنه وشوه. موږ پر ځمکه پرېوتو او لاسونه مو پر سر ونیول. "
د چاودنې له غږ اورېدو څو شیبې وروسته میلاد او نور زدکوونکي بهر ووتل او له دیواله یې د ګاونډي کور ته ورټوپ کړل.
کله چې هغه کور ته راغی، خبر شو چې پلار یې ټپي شوی دی او لږ وروسته یې مړی ورته راوړ.
میلاد ویل: "پلار مې ډېر مهربانه او زړه سوانده و. زما لوی ملاتړی و."ښوونځی له برید وروسته سملاسي پرانیستل شو، خو یو شمېر زده کوونکي لا هم بېرته نه دي ورستانه شوي او کورنۍ یې وېره لري.
د ښوونځي مدیر غلام حیدر حسیني بي بي سي ته وویل، هوډ لري او هڅه کوي چې تاوتریخوالی د زدکوونکو د زدکړو مخې ته خنډ نه شي.
"که هر څومره بریدونه وشي، موږ به خپلې زدکړې ته دوام ورکوو. ځکه دا زموږ دیني وجېبه ده چې له زانګو تر ګوره زدکړې وکړو."
داعش ډله، چې ویل کېږي تر ډېره د افغان او پاکستاني طالبانو له ناراضه غړو څخه جوړه ده، طالبان په منځلاريتوب تورنوي خو طالبان بیا داعش په سختدریځۍ تورنوي.
دا د طالبانو لپاره یو تریخ طنز دی چې پخواني اورپکي اوس د نورو اورپکو تر بریدونو لاندې دي.
کابل کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی مني، هغه ښار کې د امنیت مسولیت یو عجیب احساس لري چې یو وخت یې خپله د بریدونو طرحه ورته جوړوله.
ډېر افغانان ان هغه کسان چې د طالبانو ملاتړي نه دي، د دوی له راتګ سره هیله من وو چې هېواد کې به د لسېزو جګړه پای ته ورسېږي.
په ټوله کې چاودنو، بریدونو او جګړیز تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی دی خو د داعش پرله پسې بریدونو د امنیت په تړاو د طالبانو ژمنې ننګولې دي.
خالد ځدراڼ د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل د پولیسو ویاند دی.
نوموړی وايي: "د نړيوالو پر موږ موږ برید وکړ، هغوى ته مو ماتې ورکړه، نو اوس کولاى شو د دغو کوچنيو بريدونو پر وړاندې له افغانستانه دفاع وکړو."