بلېنکن: افغانستان کې نسبي ثبات او سوله یوازینی مثبت بدلون دی؛ کم شمېر القاعده وسلوال لا هم هلته شته

US Secretary of State Antony Blinken

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انټوني بلېنکن ویلي، له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر پرېکړه پښېمانه نه دی
د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یوازینی مثبت بدلون دا دی چې دې هېواد ته د تېر پرتله ثبات او نسبي سوله راغلې.

نوموړي دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د امریکا د سنا مجلس یوې ځانګړې کومېټې ته کړې دي.

د دې کومېټې یو غړي سناتور لېنډسي ګراهم د بهرنیو چارو وزیر نه افغانستان کې د اورپکو ډلو د شتون په اړه پوښنه وکړه.

ښاغلي بلېنکن یې په ځواب کې وویل، افغانستان کې د القاعدې ډېر کم شمېر جنګیالي موجود دي، خو دا وضاحت یې ونکړ چې له کومه ځایه یې دا مالومات ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې داعش ډله د طالبانو دوښمنه ده، نو د دې ډلې د ځپلو لپاره د طالبانو پر نیت شک نشي کېدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له افغانستان د امریکایي پوځیانو د ایستلو پر پرېکړه هېڅ پښېمانه نه دی.

نوموړي وویل، امریکا افغانستان ته د دې لپاره تللې وه چې د سپتمبر ۱۱مې د پېښې عاملینو سره حساب وکړي.

د هغه په وینا، دا هدف هله ترلاسه شو چې یوه لسیزه وړاندې اسامه بن لادن ووژل شو، او په افغانستان کې د القاعدې شبکې ځالې او پټنځایونه هم ختم کړل شول.

"امریکا ځینې جدي اندېښنې لري"

افغانستان، نجونو زده کړه
د عکس تشریح، یونسکو خبرداری ورکړی که سمدستي نجونو ته د زده کړو حق ورنه کړل شي نو داسې پایلې به ولري چې جبرانول به یې ناشوني وي.

ښاغلي بلېنکن وویل، امریکا په دې اړه ژوره اندېښنه لري چې طالبان له خپلو ځینو ژمنو په شا شوي دي. نوموړي د بېلګې په توګه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د بندیز یادونه وکړه.

د کومېټې غړي سناتور لېډسي ګراهم د انټوني بلېنکن څرګندونې رد کړې او ادعا یې وکړه چې له افغانستانه د پوځیانو ایستل ناسمه پرېکړه وه.

هغه وویل، دا چې اوس امریکایي پوځیان افغانستان کې نشته نو امریکا د پخوا پرتله لږه خوندي ده.

سناتور ګراهم د امریکا د پوځي چارواکو هغې اروزنې ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې وو، دا شونې ده چې القاعده دې په راتلونکو دوه کالو کې له افغانستانه پر امریکا د برید وړتیا ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغانستان کې په دې ورستیو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

یوازې په تېرو دوه اوونیو کې د افغانستان ځینو ولایتونو کې خونړیو بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ځینو دې بریدونو کې شیعه وګړي په نښه شوي، او داعش خراسان ډلې یې مسؤلیت منلی دی.