د طالبانو ستره محکمه: ۷ تنو ته د اسلامي شریعت د احکامو له مخې سزا ورکړل شوه

د عکس سرچینه، supremecourt.gov.af
افغانستان کې طالبانو ۷ تنو ته چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د دوی په وینا "د اسلامي شریعت د احکامو له مخې تعزیري" سزا ورکړې او په دورو یې وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د بهرنیو اړیکو مسوول عبدالبصیر مشعل بي بي سي ته ویلي چې پر دغو کسانو د محکمې حکم چارشنبه (د اپریل ۲۰) کابل تطبیق شو.
ابتدایه محکمې کې
نوموړی وویل: "د کابل په ابتدایه شرعي محکمه کې اووه تنه مجرمینو ته د سترې محکمې د پلاوي په مشرۍ د ملي دفاع وزارت، د استخباراتو لوی ریاست او د وزارت داخلې او نورو دولتي ارګانونو او نورو عامو خلکو په موجودیت کې د اسلامي شریعت د احکامو تعزیري سزا ورکړ شوه."
تر دې وړاندې د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې لیکلي و چې له دغو کسانو یو تن د شرابو د پلور، یو تن د څښلو او پلور، او درې تنه د څښلو په جرم په ۳۵ - ۳۵ درو سزا محکوم شوي دي.
همدا راز پاتې ۲ کسان د 'موټر د غصب ' په جرم په ۳۵ - ۳۵ درې او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شوي دي.
محکمې دا ادعا هم کړې وه چې دغو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.
خو تر اوسه په خپلواک ډول دا نه ده تائید شوې چې دغو کسانو د محاکمې جریان کې مدافع وکیل یا هم استیناف غوښتلو ته لاسرسی درلود که څنګه.
څو ورځې وړاندې طالبانو اعلان کړی و چې نظامي محکمې یې ۷ تنه د سړي تښتولو، یو تن د وژلو، یو د جعلکارۍ، یو د غلا او یو شمېر نور کسان د بېلابېلو جرمونو له کبله په حبس او نورو سزګانو محکوم کړي دي.
دغه کسان د طالبانو د بېلابېلو کچې کسان وو.




















