افغانستان: شل کاله وروسته ولې لا هم جګړه ده؟

Afghan security officials inspect the scene of a road side bomb blast that killed six civilians on the outskirts of Jalalabad, Afghanistan, 21 July 2021.

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

تر ۲۰ کلنې جګړې او له وسله والو طالبانو سره د امریکا تر تړون وروسته له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل په بشپړېدو دي.

جګړو کې لسګونه زره کسان ووژل شول او میلیونونه نور بې ځایه شول.

طالبانو ژمنه کړې چې افغانستان به یوځل بیا د هغو ترهګرو پټنځای نه ګرځي چې لوېدیځ ته ګواښ وي.

خو په ۲۰۰۱ کال د طالبانو پرځول شوی تحریک په وروستیو اونیو کې یوځل بیا د افغانستان پر ځینو سیمو واکمن شو او له افغان پوځ یې ونیولې.

له طالبانو سره د سولې ملي خبرو ته هم ډېره خوشبیني نه ښودل کېږي، او ګڼ وګړي دا وېره لري چې یوځل بیا به د کورنۍ جګړې اور بل شي.

خو افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې پرمهال -چې سلګونه میلیارد ډالر لګښت پرې شوی- د امریکا څلورم ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځيانو بشپړو وتلو ته د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۱۱ نېټه ټاکلې ده.

امریکا ولې د افغانستان جګړه کې ښکېله او دا جګړه دومره اوږده شوه؟

د سپتمبر ۱۱

Army soldiers from the 2nd Platoon, B battery 2-8 field artillery - 2011

د عکس سرچینه، Reuters

په ۲۰۰۱ کال، د سپتمبر پر یوولسمه پر نیویارک او واشنګټن تر بریدونو وروسته امریکا د غچ اخیستو په لټه کې شوه. په دې بریدونو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

هغه وخت امریکايي چارواکو د بریدونو د پړې ګوته د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې شبکې سخت دریځې ډلې ته ونیوه.

بن لادن افغانستان کې و او د طالبانو د اسلامي تحریک - چې په ۱۹۹۶ کال واک ته ورسېدل- تر چتر لاندې له خوندیتوب برخمن و.

کله چې طالبانو د اسامه له سپارلو ډډه وکړه،‌ امریکا پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، امریکايي ځواکونو د طالبانو تحریک ژر وپرځاوه، د دیموکراسۍ ټینګولو او د ترهګریز ګواښ له منځه وړلو ژمنه یې وکړه.

وسله وال تیت او پرک شول، خو بېرته یې خپل صفونه منظم کړل.

ناټو او امریکا د نوي افغان حکومت جوړولو چارې په ۲۰۰۴ کال پیل کړې، خو د طالبانو بریدونه په ډېرېدو شول.‌ په ۲۰۰۹ کال د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د پوځيانو شمېر ډېر کړ، چې د طالبانو مخه پرې ونیسي، خو داسې ونه شول.

Afghan people gather at the scene after a bomb explosion in Kabul, Afghanistan, 13 July 2021.

د عکس سرچینه، EPA

د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو - چې له ۲۰۰۱ راهیسې افغانستان کې تر ټولو خونړی کال و- په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جګړه‌ییز ماموریت پای ته ورسېد او د امنیت مسؤلیت یې افغان پوځ ته وسپاره.

په دې سره طالبانو له وخته په ګټه اخیستو نورې سیمې ونیوې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په موقت ډول پیل شوې، تر ډېره افغان حکومت له دې خبرو لیرې ساتل شوی و، بالاخره د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې قطر کې د امریکایانو د وتلو په اړه پرېکړه وشوه.

خو دا هوکړه د طالبانو د بریدونو درولو لامل نه شوه- بلکې پر افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونه لا ډېر کړل چې ولسي مرګ ژوبله هم ورسره ډېره شوه، هدفي وژنې زیاتې شوې او د طالبانو د واکمنېدا قلمرو پراخه شو.

لومړی هوايي برید/ ۲۰۰۱ اکتوبر ۱

د امریکا په مشرۍ ایتلاف افغانستان کې پر طالبانو او القاعده شبکې بمباري وکړه. بمبارۍ پر کابل، کندهار او جلال اباد ښارونو وشوې.

طالبانو د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه کوله. د دوی کوچنی دفاعي سیستم او جنګي الوتکې ویجاړې کړل شوې.

د کابل سقوط

۲۰۰۱، نومبر ۱۳

د طالبانو مخالفه شمالي ټلواله - چې د ناټو د ایتلاف له ملاتړ برخمنه وه- د طالبانو له وتلو وروسته کابل ته ننوتله.

خو د ۲۰۰۱ د نومبر پر ۱۳مه، ټول طالبان له کابله تښتېدلي وو او ټولو ښارونو سقوط وکړ.

نوی اساس‍ي قانون

۲۰۰۴، جنوري ۲۶

"په لویه جرګه" کې تر خبرو او بحثونو وروسته، د افغانستان نوی اساس‍ي قانون ومنل شو. دې اساس‍ي قانون د ۲۰۰۴ په اکتوبر میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره لاره هواره کړه.

حامد کرزی ولسمشر شو

۲۰۰۴، ډیسمبر ۱

.

حامد کرزی د نوي اساسي قانون پر اساس د افغانستان لومړنی ولسمشر وټاکل شو. هغه دوه ځله پنځه پنځه کاله ولسمشر پاتې شو.

طالبان څوک دي؟

په ۱۹۸۹ کال له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو وتلو وروسته د کورنۍ جګړې پرمهال دا تحریک پیدا شو، لومړی یې د افغانستان په سوېل لویدیځو سیمو کې له پاکستان سره کرښې ته څېرمه فعالیتونه پیل کړل.

د طالبانو تحریک په لومړي سر کې له فساد سره د مبارزې او امنیت راوستلو نارې وهلې، خو وروسته یې د سخت دریځي پیل کړه.

د ۱۹۹۸ کال په رارسېدو، طالبان نژدې پر ټول افغانستان واکمن شول.

دوی د اسلامي شریعت تر ټولو سخت دریځی قانون پلی کړ، درنې سزاګانې یې عملي کولې، پر سړیو یې اجباري ږیرې پرېښودې او ښځې یې اجباري حجاب او ځان پټولو ته اړایستلې، پر تلویزیون، موسیقۍ او سینما یې بندیز ولګاوه.

د طالبانو د تحریک تر پرځېدو وروسته طالبان یوځل بیا له پاکستان سره پر کرښه پرتو سیمو کې منظم شول.

د شاوخوا ۸۵ زره جنګیاليو په لرلو، باور کېږي چې اوس تر هر بل وخت ډېر قوي شوي دي.

د جګړې لګښت څومره دی؟

د افغانستان جګړه کې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره موندل ګران کار دی، خو په دې جګړه کې د وژل شویو بهرنیو ځواکونو، ولسي وګړو او طالبانو شمېرې وخت - ناوخت خپرېږي.

د جګړې د ارزونې د اټکل پروژې- براون پوهنتون د څېړنو له مخې، د افغان ځواکونو په لیکو کې نژدې ۶۹ زره پوځيان وژل شوي، د ولسي وګړو د وژل شویو شمېر نژدې ۵۱ زره او د وسله والو شمېر هم دې ته ورته ښودل شوی.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ایتلافي ځواکونو د وژل شویو عسکرو شمېر تر ۳۵۰۰ ډېر ښودل شوی، چې نژدې دریمه برخه یې امریکایان وو او تر ۲۰ زرو ډېر امریکايي پوځيان ټپیان شوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ګردې نړۍ په کچه د بې ځایه شویو شمېر دریمه برخه جوړوي.

له ۲۰۱۲ راهیسې نژدې پنځه میلیونه افغانان له خپلو مېنو وتلي او بېرته یې د ستنېدو شونتیا نه ده موندلې، ځینې په کور د ننه بې ځایه شوي او نور بیا ګاونډیو هېوادونو ته وتلي دي.

.

د براون پوهنتون د څېړنې له مخې، امریکا په ۲۰۲۰ کال پر افغان جګړه - چې پوځي لګښتونه او په افغانستان او پاکستان کې بیارغونه هم پکې شامله ده - شاوخوا ۹۷۸ میلیارد ډالر لګولي.

نور به څه پېښېږي؟

تر ټولو ددې زیاته پوښتنه کېږي چې ایا طالبان به بیا واکمن شي؟

د امریکا ولسمشر جو بایډن باوري دی چې وسله وال به په کابل کې حکومت ونه شي پرځولی.

خو په تېر جون میاشت کې د امریکا استخباراتي ارزونو ښودلې وه چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو شپږ میاشتې وروسته دا کار شونی دی.

د بي بي سي او نورو څېړنو له مخې، د اګست په رارسېدو، طالبانو د هېواد نژدې نیمايي برخه نیولې ده.

لاهم د هېواد په ګڼو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او په تېرو دوو میاشتو کې په ځینو هغو مهمو ښارونو کې هم جګړې شوې دي چې اوس د طالبانو لاس کې دي.