د الوتنو نشتوالی او پیکه دیپلوماتیک اړیکي؛ زرګونه محصلین په کابل او نوي ډیلي کې ایسار پاتې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان او هند ترمنځ د دیپلوماټیکو اړیکو پیکه کېدو او له یوه بل هېواد ته د الوتنو نشتوالي، زرګونه افغان محصلین له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، ۲۵۰۰ افغان محصلین په افغانستان کې د هند الوتنو پیل ته په تمه دي او زرګونه نور بیا په هند کې، چې تحصیلي دورې یې پای ته رسېدلي، افغانستان ته د راتګ انتظار کوي.
افغان منګل په هندوستان کې د "جامعه مليه اسلاميه" دولتي پوهنتون د ماسټرۍ دورې محصل دی چې اوس په کابل کې ایسار پاتی دی.
ښاغلی افغان اندېښمن دی که هند ته د تللو فرصت ورته برابر نه شي، د خپل وروستي سمستر له حضوري ازموینو بې برخې کېږي او څو کلنه خواري به یې په سیند لاهو شي. دی وايي:
"لومړي سر کې زموږ درسونه انلاین وو، خو اوس حضوري شوي دي او له بده مرغه موږ لا هم په افغانستان کې ایسار پاتې یو. یوه میاشت وروسته مو وروستۍ ازموینې پیلېږي."
د هند او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ترمنځ سړې دیپلوماټیکې اړیکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو لغوه کېدل، د افغان محصلینو لپاره په سرخوږي اوښتي دي.
په کابل کې له ایسارو محصلینو سره سره زرګونه نور افغان محصلین هم چې په هندوستان کې یې زدکړې پای ته په رسېدو دي، وايي، له بې برخلیکۍ سره مخامخ دي.
د دغو محصلینو له ډلې یوه یې چې څو اونۍ وروسته به له ماسټرۍ دورې فارغ شي او اوس خپل هېواد ته د ستنېدو لارې چارې لټوي، له نوم اخیستو پرته بي بي سي ته وویل:"د بورس د اپريل میاشتې اخري معاش مو هم اخیستی چې درسونه خلاص شي نه پوهېږو چې څه وکړو، افغانستان ته هم تلی نه شو، ځکه چې الوتنې نه شته. زموږ ملګري چې له موږ مخکې فارغ شوي افغانستان د تلو لپاره نوي ډیلي ته تللي وو، خو نه ځمکنۍ لاره وه او نه هم هوايي. هغوی هم اړ شول بېرته راستانه شي او تر اوسه پورې دلته (هند کې) بې برخلیکه دي."
افغان محصلانې له بې برخلیکۍ اندېښمنې دي

د عکس سرچینه، Afghan Students Association
په هند کې د افغانستان سفارت د شمېرو پر بنسټ، د دغه هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې له ۱۳ زرو ډېر افغان ځوانان په زدکړو بوخت دي چې کابو پنځه سلنه یې نجونې دي.
په هند کې یو شمېر افغان ښځینه محصلینو بي بي سي ته وویل، د طالبانو د حکومت له خوا له محرم پرته د نجونو پر کار او سفر بندیزونو، افغانستان ته له تلو وروسته د خپل برخلیک په اړه اندېښمنې کړې دي.
په هند کې د ماسټرۍ دورې یوې محصلې ښکلا (مستعار نوم) بي بي سي ته وویل:
" دوه میاشتې مې له پوهنتونه فارغېدو ته پاتې دي، موږ په ځانګړي ډول نجونو ته ډېره سخته ده، ځکه که افغانستان ته لاړې هم شو، زدکړو ته مو ارزښت نه ور کول کېږي."
د هندوستان پونې، ممبۍ، حیدراباد، بنګلور، ډيلي، شمله، چتیسګړ او نور هغه ښارونه دي چې ډېری افغان محصلان پکې په زدکړو بوخت دي.
افغان محصلین په هند کې د افغانستان سفارت چارواکو ته د دوی د ستونزو د نه هواري له امله د پړې ګوته نیسي، خو د یاد سفارت د رسنیو د برخې مسوول عبدالحق ازاد بي بي سي ته وویل، د افغان محصلینو د ستونزو د هواري لپاره د هند له حکومت سره په خبرو اترو بوخت دي:
" ۱۳۵۰۰ افغان محصلین د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زدکړې کوي چې له ډلې د نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې ۲۵۰۰ محصلین بند پاتې دي."
'ستونزه هندوستان را جوړه کړې '

د عکس سرچینه، FB: Halim.Deedar
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویاند احمد تقي وايي، هند سږکال افغانستان ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې اعلان نه دی کړی.
ښاغلي تقي له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، په هېواد کې ایسار پاتې شوي محصلین یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته ور معرفي کړي چې ستونزې به یې هوارې شي:
" دغه مشکلات او خنډونه زموږ له خوا نه بلکې د هغو هېوادونو له خوا رامنځته شوي چې افغان محصلین پکې زدکړې کوي."
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته او د نوي نظام له واکمنېدو سره سم، د افغانستان په دولتي ادارو کې ډېری هغه کسان په دندو وګومارل شول چې په پاکستان کې یې زدکړې کړې وې او خپل هېواد ته ستانه شوي وو.
خو په تېرو دوو لسیزو کې هند د هغو هېوادونو له ډلې و چې تر نورو یې ډېر تحصیلي بورسونه افغانستان ته ورکړل، هممهال د دغه هېواد خصوصي پوهنتونونو هم د فیسونو بدل کې خپلې دروازې د افغان محصلینو پر مخ پرانیستې.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان د نوي نسل یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي ډېری هغه کسان وو چې په هند کې یې لوړې زدکړې کړې وې.
د اټکلي شمېرو له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې د هند په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې کابو ۶۰ زره افغان ځوانانو لوړې زدکړې کړې وې او هېواد ته ستانه شوي وو.


















