نیو یارک ټایمز: طالبانو سلګونه پخواني نظامیان او مامورین وژلي؛ طالبان وايي دا رپوټ له واقعیت لرې او مغرضانه دی

د دې رپوټ په پيل کې د افغانې پولیسې بانو نګار د وژنې یادونه شوې چې د ادعا له مخې د اتو میاشتو مېندواره وه

د عکس سرچینه، Family Photo

د عکس تشریح، د نیویارک ټایمز رپوټ کې د پولیسې بانو نګار د وژنې یادونه شوې چې د ادعا له مخې د اتو میاشتو مېندواره وه
د خپرېدو وخت

یوې امریکایۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخکیني دولت نږدې ۵۰۰ کارکوونکي او د امنیتي ارګانونو افسران د طالبانو په لاس یا وژل شوي او یا هم لادرکه دي.

خو طالبانو دا رپوټ رد کړی او له حقیقته لېرې تبلیغات بللی. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی ويلي دا رپوټ "مغرضانه" دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي ، د غچ اخیستنې په اړه دا څېړنیز رپوټ یې د بشري حقونو له سازمانونو سره د ګډ کار، د قربانیانو د کورنیو له غړو او له هغو کسانو سره د خبرو پر بنسټ چمتو کړی چې د غچ اخیستنې له دغو پېښو ژوندي پاتې دي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه ادعا کوي، چې په ځینو برخو کې د طالبانو له خوا اعلان شوې بښنه د دې لپاره کارول شوې چې د پخوانی دولت پټ شوي کسان ځانونه ښکاره کړي او دوی یې ونیسي.

نیویارک ټایمز لیکي چې داسې ۴۹۰ پېښې یې ثبت کړې او څیړلې دي ، خو شونې ده چې د پېښو اصلي شمېر له دې زیات وي، ځکه د قربانیانو د کورنیو غړي له غچ اخستلو ویریږي او له همدې امله له امکانه لرې ده چې ټولې پېښې کره کړل شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د وژنو او لادرکه کېدو دا پېښې په ټول افغانستان کې رامنځته شوي او لا هم روانې دي.

نیویارک ټایمز لیکي دا څېړنه د اوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په لر او بر کې د نهو خبریالانو په مرسته ترسره شوې او د یوې یوې پېښې پلټنه یې کړې ده.

رپوټ زیاتوي دا شونې ده چې د دې وژنو ځینې پېښې به د چا په امر نه ، بلکې د طالبانو واک ته رسیدو په لومړیو ورځو کې د ګډوډۍ له امله د اشخاصو له خوا شوي وي، خو ادعا کوي چې څېړنه یې ښيي چې د طالبانو غچ اخستنه عمدي او پراخه ده.

طالبان: نیو یارک ټایمز رپوټ مغرضانه دی

سمنګاني

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وايي "د نیو یارک ټایمز رپوټ له واقعیته لرې او مغرضانه دی."

هغه دغه رپوټ کې خپرې شوې شمېرې او جزیات "ساختګي" بللي او زیاته کړې یې ده چې طالبان د خپلې عامې بښنې پر سیاست ولاړ او ژمن دي.

ښاغلی سمنګانی ادعا کړې چې "د نیویارک ټایمز د رپوټ هدف دا دی چې د افغانانو ترمنځ کرکه او بدبیني رامنځ ته کړي."

تر هغه وړاندې د طالبانو یو غړي انس حقاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي "نیو یارک ټایمز باید داسې له حقیقته لېرې تبلیغاتي رپوټونه خپاره نه کړي چې هدف یې یوازې د خلکو مهاجرت ته هڅول وي".

پر طالبانو له دې وړاندې هم څو ځله د پخواني حکومت د نظامي او ملکي مامورینو د وژلو تور پورې شوی، خو هغوی هر ځل رد کړی.

نیویارک ټایمز په قطر کې د طالبانو د دفتر د غړي سهیل شاهین خبره هم را اخستې چې ویلي وو د غچ اخستنې په اړه رپوټونه بشپړ ناسم دي.

طالبانو ډېری ځله منلې چې د غچ اخستنې ځینې پېښې ښايي شوي وي، خو دا یې بیا هم رد کړې چې ګواکې دا پېښې د یوه منظم پلان برخه دي.

یاده دې وي چې یو شمېر نړیوالو ادارو او د بشري حقونو فعالانو هم بیا بیا پر طالبانو تور لګولی چې واک ته له رسېدو وروسته یې د پخواني نظام اړوند ګڼ شمېر کسان په صحرایي محاکمو کې وژلي دي.