د جوزجان پخوانی والي ایران کې اوکرایین ته د سرتېرو د جذب په تور نيول شوی

هاشم رییس

د عکس سرچینه، JAWJZAN PRES/facebook

د عکس تشریح، د جوزجان پخوانی والي هاشم رییس
د خپرېدو وخت

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان د پخواني حکومت یو جګپوړی چارواکی ایران کې د اوکرایین لپاره د سرتېرو د جذب په تور نیول شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د جوزجان پخوانی والي او د " افغانستان ملي جنش ګوند" جګپوړی غړی هاشم رییس هم شامل دی چې د دې ګوند د مشر عبدالرشید دوستم نژدې ملګری دی.

د دغه ګوند یو غړي بي بي سي سره خبرو کې منلې چې ښاغلی هاشم رییس درې اوونۍ وړاندې په ایران کې نیول شوی خو د اوکرایین په ملاتړ د سرتېرو د جذب په تور یې د هغه د نیول کیدو خبر رد کړی دی.

هغه همدا راز ویلي چې ښاغلی رییس ایران ته د دې ګوند د استازي په توګه تللی و چې ایران کې د ګوند د هغو غړو ستونزو حل کې مرسته وکړي چې د افغانستان د مخکیني نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته تللي دي.

د مشرق نیوز ورځپاڼې پرون ( یکشنبه ) خبر ورکړی و چې هاشم رییس د ایران د امنیتي ادارو له خوا په دې تور نیول شوی چې هلته یې له مېشتو کډوالو د اوکرایین پوځ ته خلک جذبول

جوزجان کې

د عکس سرچینه، JAWJZAN PRES/facebook

یادې رسنۍ په دې تړاو نور جزیات نه دي خپاره کړي.

یو شمېر رسنیو رپوټونه ورکړي چې نوموړي نیت درلود په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو یوه نظامي قطعه جوړه کړي او د پیسو او اوکراییني تابعیت په بدل کې یې د روسیې پر وړاندې جګړې ته ولېږي.

له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو وګړي په رضاکارانه ډول اوکرایین څخه د د فاع لپاره هغه هېواد ته ورغلي دي. د اوکرایین دولت ورتلونکو رضاکارانو ته اسانتیاوې هم چمتو کړې دي.

بي بي سي ته دا هم مالومه شوې چې د روسیې حکومت لا د مخه په جګړو کې د واګنر له ځواکونو کار اخیست. د واګنر هغه کسان دي چې د پيسو په بدل کې د سوریې او لیبیا په کورنیو جګړو کې هم ښکیل وو او په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو په سرغرړونه تورن دي.