نوروز؛ یو شمېر افغان او نړیوالو سیاسي مشرانو د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د ننه او د نړۍ ځینو چارواکو او مشرانو د نوروز په مناسبت پيغامونه خپاره کړي او هیله یې ښوولې چې نوی کال د خوښیو، سولې او یووالي کال وي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزی پر خپله فېسبوک پاڼه یوه بیان کې د نوي کال مبارکۍ ترڅنګ هیله ښوولې ده چې نوی کال د سولې او ثبات زیری له ځان سره ولري او ملي یووالی ټینګ شي.

ښاغلي کرزي ویلي، دا چې نوي کال سره ښوونځي هم پيلېږي، نو له مېندو او پلرونه یې هیله کړې چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي.

مخکیني اجرائیه مشر او د سولې شورا مشر عبد الله عبدالله بیا په دې مناسبت پيغام کې د نوي کال مبارکۍ ترڅنګ نوروز د یوه لرغوني جشن په توګه یاد کړی، داسې جشن چې د نوموړي په وینا زموږ پلرونو او خلکو له پېړیو لمانځلی.

ښاغلي عبدالله ویلي باور لري، چې د افغانستان عزت او سوکالي د یو بل په منلو، ورورولۍ، پخلاینې، ملي یووالي، مشارکت او د راتلونکي لپاره د روښانه لید په رامنځته کولو پورې تړلي دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې هیله کړې چې افغانستان کې بشري وضعیت درک کړي او مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په همدې مناسبت پر ټویټر یوه لنډ پیغام کې د خپل ځان او مېرمنې له خوا نوروز لمانځونکو ته د نوروز په مناسبت خپلې نیکې هیلې او پیروزینې وړاندې کړې دي.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسون بیا د نوروز په مناسبت د مبارکۍ پيغام کې د هغو افغانانو ځانګړې یادونه کړې چې دې وروستیو کې بریتانیا ته راغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا یوه ویډیويي پیغام کې د نورو مبارکي ویلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې د دوی حکومت په رسمي توګه نوروز نه لمانځي ځکه د ده په وینا هغه مراسم چې اسلام کې نشته دوی یې نه لمانځي خو که خلک وغواړي چې نوروز ولمانځي نو دوی یې مخه نه نیسي.

له اوږدو زمانو را پدیخوا نوروز افغانستان کې د یوې دودیزې میلې په توګه لمانځل کېږي او زرګونه خلک په کې برخه اخلي.

ملګرو ملتونو هم نوروز د یوه نړیوال کلتوري میراث په توګه پیژندلی او د مارچ ۲۱ مه یې د نوروز نړیوالې ورځې په نامه نومولې ده.