د ملي بیرغ په هکله د طالبانو والي څرګندونو غبرګونونه پارولي

بيرغ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیس وايي، دې سړې د کړکېچ رامنځته کولو په موخه بېرغ ټومبلی و( ارشیف تصویر)
د خپرېدو وخت

دخواله رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو د افغانستان د ملي بیرغ په اړه د خوست لپاره د طالبانو د ټاکل شوي والي مولوي محمد نبي عمري پر څرګندونو غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو والي یوه غونډه کې د وینا پرمهال ویلي درې ورځې وروسته هیڅوک حق نه لري چې ملي بیرغ هسک کړي.

نوموړي وویل:

''له ننه بعد د دې بیرغ درې ورځې وخت دی، له دریو ورځو وروسته بیا څوک اجازه نه لري چې پر کور، دکان موټر او یا موټر سایکل یې ځوړند کړي. ''

د خواله رسنیو افغان کاروونکو د نوموړي د دې څرګندونو غندنه کړې او یو شمېر نورو بیا په غبرګون کې د ملي بیرغ انځور چې تېرو شلو کلونو اوږدو کې د افغانستان ملي بیرغ وو، پر خپلو خواله رسنۍ پاڼو خپور کړی او یا یې د بیرغ بېلا بېل انځورونه خپاره کړي دي.

یوه کارن امید ارمان لیکلي، ''دا بیرغ زموږ ملي هویت دی '' هغه پر قومي مشرانو غږ کړی چې د خوست له والي سره خبرې وکړي او دا ستونزه هواره کړي.

احمد افغان لیکلي، ''دا وړ څرګندونې د خلکو ترمنځ بي اتفاقي رامنځته کوي. ''

بلال منګل لیکلي چې ''ملي بیرغ زموږ ملي هویت او د ملي یووالي سمبول دی. ''

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته دې ډلې له ټولو دولتي ودانیو د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ او پر ځای یې خپل بیرغ ځړولی، خو د افغانستان په سیاسي استازولیو کې او دغه راز افغان لوبغاړي لا هم د تور سور زرغون بیرغ کاروي.

د دې ترڅنګ ځیني خلک یې په شخصي توګه هم کاروي.