آل ثاني: نړیوال نه غواړي چې طالبانو ته ورکول کېدونکې پیسې د ترهګرو لاس ته ورشي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي په دې اړه لا هم نړیوالو سره پوښتنې شته چې هغه پیسې چې په راتلونکې کې طالبانو ته ورکول کېږي هغه دې د ترهګرو لاس ته ورنشي.
نوموړي لندن کې د نړیوالو چارو انسټیټوټ چټم هاوس کې د وینا پرمهال وویل له نړیوالو سره هم همدا پوښتنه شته چې لا یې ځواب نه دی موندلی.
قطر چې اوس افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتونکی او د طالبانو د حکومت او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو کوربه او منځګړی و.
قطرۍ ورځپانې الشرق چټم هاوس کې د ښاغلي آل ثاني د وینا ځیني برخې خپرې کړې او په کې راغلي چې د قطر، امریکا او نورو متحدینو لپاره د ده له نظره لا هم افغانستان کې ډېر کار پاتی دی ځکه دی وايي دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې افغانستان امن دی او د پرمختګ لاره یې خپله کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي دوی نه غواړي چې افغانستان شاتګ وکړي او د تېرو شلو کالو لاسته راوړنې له لاسه ووځي.
ښاغلي آل ثاني ویلي همدا لامل دی چې دوی له طالبانو سره دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان پر سم لور روان دی.
ښاغلي آل ثاني د طالبانو اعلان ته چې وايي راتلوونکي پسرلي کې به ټولې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي اشاره وکړه او ویې ویل ځیني کوچني ګامونه پورته شوي خو فشار ته دوام ورکوي چې دا ډاډ هم ترلاسه شي چې ښځې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.
د طالب پلاوي او اروپايي هېوادونو سفيرانو غونډه

د عکس سرچینه، DR NAEEM
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د دې ډلې يوه پلاوي د چهارشنبې پر ورځ (۱۶ فبروري) د قطر پلازمېنه دوحه کې د اروپايي هېوادونو له سفيرانو سره کتلي دي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ۱۶ اروپايي هېوادونو سفيرانو سره يې په بشري او اقتصادي وضعيت، بشري حقونو، بشري مرستو، سياسي اړيکو، تعليمي او اجتماعی چارو، د ښوونکو پر معاشونو او مثبتو بدلونونو خبرې شوې دي.
د طالبانو د اعلاميې له مخې، د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د افغان ولس هر اړخيزه ښه والي لپاره به ممکنه هڅې کوي.
طالبان وايي نړيوالو ته يې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.
د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان استازي ون برنډټ د دې ليدنې په اړه ويلي چې طالب پلاوي د ښځينه او نارينه دواړو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو تر څنګ اوسني اساسي قانون ته د درناوي ژمنه وکړه.
نوموړي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې له طالبانو سره د بشري حقونو، ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري مرستو، د وروستيو خپلسرو نيونو او ګواښونو په اړه خبرې شوې دي.
د اميرخان متقي په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړي پلاوی دوې ورځې وړاندې د خلیجي هېوادونو، اروپايي ټولنې او له هغو دیپلوماتیکو استازو سره چې له قطره فعالیت کوي د خبرو په موخه دوحې ته تللی دی.
تر دې وړاندې ښاغلی متقي د یو پلاوی په مشرۍ ناروی ته تللی و او هلته یې د هغو هېوادونو له استازو سره ولېدل چې د افغانستان د پخواني حکومت اصلي مرسته کوونکي وو.






















