امریکایی جنرال: د داعش ځپلو لپاره دې له طالبانو سره همکاري وشي

امريکايی جنرال

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

یو شمېر امريکایي رسنيو په رپوټونو کې راغلي چې په منځني ختيځ او منځنۍ اسيا کې د امريکایي ځواکونو د څارنې لپاره د امريکا د ولسمشر جو بايډن نومول شوي جنرال په افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره له طالبانو سره د همکارۍ احتمال په ډاګه کړی دی.

د امريکا پوځ مرکزي قومندانۍ لپاره د سپينې ماڼۍ نوماند جنرال اېرېک کورېلا په یوه استماعیه غونډه کې د يوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې ويلي، "زما په شخصي نظر داسې عملي بېلګې شته چې موږ کولی شو د داعش خراسان ډلې د ګواښ پر وړاندې سره يو ځای شو".

امريکايي جنرال دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې تېره ورځ امريکا د داعش خراسان څانګې پر مشر ثنا الله غفاري او هغو کسانو چې د کابل هوايي ډګر خونړي بريد کې ښکېل وو د هر يوه پر سر لس ميليونه ډالرو نغده جايزه وټاکله.

داعش خراسان ډلې په دې وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې بريدونه زيات کړي دي.

له وړاندې د امریکا استخباراتو اټکل کړی و چې داعش خراسان څانګه کولی شي افغانستان کې د پښو ټېنګېدو ځای پیدا کړي او ورسره زورور بریدونه وکړي.

جنرال کورېلا زياته کړې، "د امريکايانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د داعش او القاعدې پر اهدافو هوايي او يا له بل هېواده بريدونه ګران خو ناشوني نه دي".

د امريکا د ولسمشر جوبايډن ادارې په وار وار کانګرېس ته ډاډ ورکړی چې په خليج کې د امریکا له پوځي امکاناتو په کارولو سره د داعش او القاعدې پر اهدافو د بريد وړتيا لري.

په ورته مهال د بريتانيا ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې دوه مشکوک غړي چې يو يې بريتانوی پاسپورټ لري تېر منی هغه مهال د طالبانو له خوا ونيول شول چې له شمالي پولې يې افغانستان ته د ننوتلو هڅه کوله.

داعش افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

ګارډين د طالبانو د يوې سرچينې په حواله وايي، دغه کسانو سره چې له لس زرو زيات پونډه، پوځي جامې د شپې ليدونکې عينکې ورسره وې له ازبکستان څخه افغانستان ته اوښتل.

طالب سرچينو ویلي چې له يوه سره بريتانوی او دويم کس سره د بل اروپايي هېواد پاسپورټ و خو ازبک چارواکي بيا وايي له دواړو نيولو شويو کسانو سره بريتانوي پاسپورټونه وو.

داعش خراسان څانګې په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې د خپل حضور اعلان وکړ، او په تېرو څو کلونو کې یې د طالبانو او پخواني حکومت پر وړاندې سختې جګړې وکړې.

د تېر کال اګست کې چې طالبان واک ته ورسېدل اټکل کېده د داعش د غړو شمېر به ۲۲۰۰ تنه وي خو وويل شول چې د وسله والو شمېر یې ۴۰۰۰ ته رسېږي.

دغه ډلې د طالبانو حکومت لومړنۍ میاشتې د امنیت له اړخه وننګولې، کابل، کندوز او کندهار کې یې ځانمرګي بریدونه وکړل او طالبانو ته یې وریاده کړه چې دا ډله ورته یو ګواښ پېښولی شي.