امریکا د داعش خراسان څانګې د مشر پر سر د ۱۰ میلیونو ډالرو جایزه ایښې

د عکس سرچینه، @RFJ_USA
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا حکومت د داعش خراسان څانګې د مشر ثنا الله غفاري او هغو کسانو چې د کابل هوايي ډګر خونړي بريد کې ښکېل وو د هر يوه پر سر لس میلیونه ډالره نغده جایزه ټاکلې ده او وايي د هغه د نیولو او وژلو لپاره به خپلې هڅې نورې هم پراخوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ثنا الله غفاري له ۲۰۲۰ کال راهسې په افغانستان او نژدې سیمه کې د ناترسرو "ترهګریزو بریدونو ترشا و" چې ګڼ ولسي خلک په کې وژل شوي دي.
په تېر نومبر میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوموړی د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې ورځای کړ.
د تېر کال په اګسټ کې چې امریکا له افغانستانه د وتلو ماموریت بشپړاوه، د اسلامي دولت نومې ډلې ځانمرګي برید د کابل هوايي ډګر دروازه کې د ۱۳ امریکایانو په ګډون ۱۷۰ افغانان ووژل.
لا له وړاندې د امریکا استخباراتو اټکل کړی و چې داعش خراسان څانګه کولی شي افغانستان کې د پښو ټېنګېدو ځای پیدا کړي او ورسره زورور بریدونه وکړي.
دغه ډلې د طالبانو حکومت لومړنۍ میاشتې د امنیت له اړخه وننګولې، کابل، کندوز او کندهار کې یې ځانمرګي بریدونه وکړل او طالبانو ته یې وریاده کړه چې دا ډله ورته یو ګواښ پېښولی شي.

د عکس سرچینه، State Department CTB
طالبانو په سختۍ د افغانستان ختیځ کې د دغه ډلې خلاف عملیات وکړل.
د تېر کال اګست کې چې طالبان واک ته ورسېدل اټکل کېده د داعش د غړو شمېر به ۲۲۰۰ تنه وي خو وويل شول چې د وسله والو شمېر یې ۴۰۰۰ ته رسېږي.
داعش خراسان څانګې په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې د خپل حضور اعلان وکړ، او په تېرو څو کلونو کې یې د طالبانو او پخواني حکومت پر وړاندې سختې جګړې وکړې.
د افغانستان ختیځې سیمې د دغه ډلې د فعالیتونو مرکزونه وو.






















