د افغان مېرمنو ستونزې؛ "پوهنتون ته د ستنېدو په اړه اندېښمنه وم"

    • Author, لارا اوېن
    • دنده, بي بي سي سل ښځې
  • د خپرېدو وخت

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو نږدې شپږ میاشتې اوړي. دوی واک ته تر راتګ وروسته نجونې له لوړو زدکړو او کار راوګرځولې.

که څه هم د تېرې چارشنبې پر ورځ د یو شمېر دولتي پوهنتونونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شوې، خو ټولګیو کې د نجونو حضور کمرنګه و.

دا پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې مېرمنې پوهنتونونو ته تللې.

د کندهار پوهنتون یوې محصلې رڼا په دې اړه بي بي سي ته ویلي:

"د ډېرې ناارامۍ احساس مې کاوه - د راتګ پر مهال مو طالبانو ودانۍ ساتله. خو موږ ته یې مزاحمت ونه کړ."

هغې زیاته کړه، "ډېر څه د پخوا په شان نورمال برېښېدل. نجونې او هلکان په یوه ټولګي کې وو ځکه زموږ پوهنتون کوچنی دی. هلکان مخکې ناست ول او موږ شاته ناستې وو."

خو کیسه هر ځای ورته نه وه - په نورو پوهنتونونو کې بیا ښځینه او نارینه محصلان جلا ساتل شوي وو.

هرات کې د درېیم کال یوې محصلي بي بي سي ته وویل، دې ته ویل شوي چې یوازې څلور ساعته پوهنتون کې پاتېدای شي ځکه تر دې وروسته وخت هلکانو ته ځانګړی شوی دی.

طالبانو واک ته تر راګرځېدو وروسته په ځانګړي ډول د مېرمنو پر ورځني ژوند سخت قواعد وضع کړي دي.

افغانستان دمګړۍ د نړۍ پر مخ یوازنی هېواد دی چې په زغرده پکې د جنست له مخې پر زده کړو محدودیت لګېدلی.

پر دې سربېره چې نجوني له ثانوي زده کړو راګرځول شوي، د ښځو چارو وزارت هم منحل شوی او داسې ګڼ موارد شته چې مېرمنو ته د کار اجازه نه ده ورکړ شوې.

دغه کار د نړیوال مشروعیت د موندلو لپاره د طالبانو هڅې هم له خنډ سره مخ کړې دي.

بل خوا که څه هم طالبانو دا ځل په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر په زور پر ښځو د څادریو په سرول نه دي جبري کړي، خو مېرمنو ته بیا هم د حجاب لارښوونې کېږي.

طالبان وايي د ښځو د زده کړو د حق مخالف نه دي.

خو د زده کړو د برخې چارواکو یې دا روښانه کړې چې غواړي د نجونو او هلکانو ټولګي جلا واوسي او درسي نصاب پر اسلامي اصولو ولاړ وي.

په دې کې ښځینه محصلانو ته اجباري حجاب هم شاملېږي.

غوښتل مې ډاکتره شم

روانه اوونۍ یوازې د افغانستان د شپږو تودو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند کې په دولتي پوهنتونونو کې د زدکړو لړۍ پیل شوه.

تمه نه کېږي چې د پلازمېنې کابل په ګډون دې په سړو ولایتونو کې هم د لوړو زده کړو د موسسو دروازې ژر او د روانې فبرورۍ میاشتې له وروستیو وړاندې پرانیستل شي.

کابل کې د ملکي انجنیرۍ محصله هدا وايي،" له شک پرته دا پر کور د څو میاشتو له تېرولو وروسته، یو ښه خبر دی. خو پوهېږم چې ګڼ استادان له افغانستان وتلي دي."

بي بي سي پښتو موندلې چې تېر اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې یوازې د دغه هېواد د درېو ولایتونو کابل، هرات او بلخ د پوهنتونونو ۲۲۹ استادان له هېواده وتلي دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال ترمنځ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال ښځې له کار او زده کړو منع کړې وې.

اوس که څه هم دا زده کړو ته د نجونو د بېرته ګرځېدو لومړی ګام دی، خو محتاط هرکلی یې شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "خورا اړینه ده چې هر ځوان کس دې زده کړو ته د لاسرسي برابر حق ولري."

که څه هم له مخکې پر لوړو زده کړو بوختو مېرنو ته اوس د ځینو پوهنتونو دروازې بېرته پرانیستل شوې، خو له دې سره سره افغانستان کې لا هم نجونو ته د لوړو زده کړو د فرصت موندلو سفر ناڅرګند برایښي.

تخار کې د یوولسم ټولګي یوه ۱۷ کلنه زدکوونکې مهوش وايي،"ارمان مې و چې پوهنتون ته ولاړه او ډاکتره شم. اوس چې مې واورېدل چې طالبانو نجونو ته د پوهنتون د تګ اجازه ورکړې - دې ته ډېره هیله منه شوم چې دوی به موږ هم پرېږدي چې خپلې لیسې او پوهنتون ته دوام ورکړو."

له کوره نشم وتلی

خو ځینې بیا دې ته اندېښمنې دي چې طالبان به یو شمېر کورسونو کې هم د مېرمنو شمولیت محدود کړي.

کابل کې د ملکي انجنیرۍ یوه محصله وايي، په دې وروستیو کې د طالبانو د ښوونیزو ادارو د یوه ویاند دې وینا هېښه کړی چې ګوندې داسې هېڅ دلیل نشته چې مېرمنې سیاستوالې او انجنیرې شي - ځکه دا 'عمومآ نارینه' دندې دي.

په ورته ډول د کابل پوهنتون د هنرونو د پوهنځي محصلانو هم بي بي سي سره خبرو کې اندېښنه ښودلې چې برخلیک یې ناڅرګند دی او تر اوسه په دې نه پوهېږي چې ایا طالبان به ښځینه محصلانو ته دا اجازه ورکړي چې په هنري برخو کې د تحصیل سند ترلاسه کړي که څنګه.

د هرات انلاین ښوونځي بنسټګره انجيلا غیور هم، چې نجونو او مېرمنو ته یې له لرې واټن د کورسونو زمینه برابره کړې، د پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پر خبر بې باوره ده.

هغه وايي، "باورمنه یم چې طالبان به لا ډېر شرعي او اسلامي مضونونه نصاب کې شامل کړي. دوی نور سپورت نشي کولی، باید پوښلې وي. زما باور دا دی چې د طالبانو زده کړې به مېرمنې خپلې خوښې ته پرې نږدي، او همدا زما ستره اندېښنه ده."

"اوس چې وضعیت څنګه دی، که مېرمنې ان فارغې هم شي، کاري ځواک ته نشي داخلېدای."

د هرات له پوهنتون فارغه سوریا هم ورته اندېښنه لري. هغه وايي، "له کوره نشم وتلی. دوی (طالبان) وايي ښځې دې کار نه کوي او یا دې په بشپړ ښځینه چاپیریال کې کار وکړي. خو داسې کاري ځایونه خورا کم دي چې هېڅ سړی دې پکې نه وي."

نړیوال فشارونه

د دغو دولتي پوهنتونونو د پرانیستل کېدو امر تر هغې وروسته وشو چې د طالبانو یوه پلاوي تېره جنورۍ ناروې کې د لویدیځ له چارواکو سره وکتل.

دې غونډه کې پر طالبانو د دې لپاره فشار واچول شو چې بهرنیو مرستو ته د لاسرسي او همدا راز بهر د افغانستان د کنګل شویو شتمنو د ازادېدو لپاره د ښځو لپاره لا ډېر کار وکړي.

د بهرنیو مرستو درېدو افغانستان کې د لسیزو جګړو پایله کې راپورته شوی بشري کړکېچ لا سخت کړی دی.

ملګري ملتونه وايي ۹۵ سلنه افغانان اوس کافي خواړه نه لري.

په بلخ کې د یوه طبي پوهنتون محصل بي بي سي ته ویلي، "پوهنتون ته ستنېدل مو نور لومړیتوب نه دی. له لوږې کړېږو. پلار مې مخکني حکومت ته کار کاوه، د طالبانو له راتګ وروسته بې کاره شوی او خوړو ته څه نه لرو. کتابونو، جامو... ته اړتیا لرم خو پېسې نه لرو."

د 'لرن افغانستان' بنسټګره پښتنه درانۍ چې افغانستان کې یو شمیر ښوونځي چلوي او ترڅنګ یې مېرمنو او نجونو ته له لرې واټن تدریس کوي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا ته تللې.

هغه د پوهنتونونو د پرانیستل کېدو خبر ته یو څه خوشبینه ده. اغلې درانۍ وايي ګڼو ملګرو یې چې د دې په څېر یې لوړې زده کړې کولې، له افغانستان وتلې دي.

"که دوی پوهنتونونه هم پرانیزي، هېواد ګڼ شمېر ښه خلک له لاسه ورکړي دي."

خو بلخوا رڼا بیا وايي له ناڅرګندې راتلونکې سره سره غواړي زده کړو ته دوام ورکړي.

"ګڼې ښځینه ټولګیوالې مې (په لومړۍ ورځ) نه ښکارېدې. خو هیله لرم چې ډېرې نجونې به په نږدې راتلونکې کې پوهنتون ته په راتګ کې ځان خوندي احساس کړي. "

  • د دې لپاره چې هویت یې پټ وساتل شي، په دغه رپوټ کې د ځینو کسانو نومونه بدل لیکل شوي دي