میانمار کې خونړۍ نښتې چې هېواد یې کورنۍ جګړې ته نژدې کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
تازه معلومات ښيي چې میانمار کې د دغه هېواد پوځیانو او ملکیانو منظمو وسله والو ډلو تر منځ نښتې ډېرې شوې دي. هغه ډېر کسان چې له پوځ سره دې نښتو کې برخه اخلي ځوانان دي چې پوره یو کال مخکې یې د پوځ له کودتا راهیسې وسله وال مقاومت ته مخه کړې.
شنونکي د دې نښتو کچې، نظم او شمېر ته په کتو وايي، د میانمار کړکېچ بڼه اوس له یوه پاڅونه کورنۍ جګړې ته بدله شوې ده.
د وسله والو کړکېچونو په تړاو د معلوماتو راټولونکې ډلې (اې سي ایل ای ډي) د تازه معلوماتو له مخې په میانمار کې اوس د وسله والو نښتو کچه ټول هېواد ته غځېدلې ده.
رپوټ کې ویل شوي، د مخالفو ډلو وسله وال بریدونه د مخکې پرتله ډېر منظم شوي او ساحه یې ښاري سیمو ته هم رسېدلې، چې مخکې په دې سیمو کې د پوځ پر ضد ډېر مقاومت نه تر سترګو کېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ټولنه وايي، د ځايي رسنیو او بېلا بېلو رپوټونو له مخې د دوی راټولې شوې شمېرې ښيي چې د تېر کال فبرورۍ پر لومړۍ نېټه چې پوځ د میانمار ملکي حکومت نسکور او واک تر لاسه کړ، تر اوسه پورې دې نښتو کې نژدې ۱۲ زره کسان وژل شوي دي، خو دوی زیاتوي د ازادو سرچینو له له لوري د دې شمېرو تاییدول ګران دي.
رپوټ کې راغلي له کودتا سملاسي وروسته ډېر خلک د پوځیانو په هغو عملیاتو کې وژل کېدل چې د کودتا ضد ملکي پاڅونوالو ځپلو لپاره یې پیل کړي وو، خو اوس ډېری کسان د هغو ملکیانو او پوځ تر منځ نښتو کې وژل کېږي، چې وسله یې اخیستې ده.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو څانګې مشرې مېشل بېشلیت له بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې د میانمار کړکېچ به چې برما هم بلل کېږي اوس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د کورنۍ جګړې په توګه یادېږي، چې د دغه هېواد پر پوځ د ولسواکۍ بېرته فعالولو لپاره فشار ډېر شي.















