تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بايډن يو ځل بيا له افغانستانه د وتلو په تړاو د خپلې پرېکړې دفاع وکړه
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د امريکا ولسمشر جو بايډن يو ځل بيا له افغانستانه د وتلو په تړاو د خپلې پرېکړې دفاع کړې او وايي، هيچا دا هېواد د يوه حکومت تر چتر لاندې، يو موټى کولاى نشواى.
ښاغلي بايدن چې سپينې ماڼۍ کې يې يوې خبرې ناستې ته دا څرګندونې کولې وويل، دوى هره اوونۍ افغانستان کې يو ميليارډ ډالر لګول. نوموړي وویل:
''موږ په افغانستان کې شل کاله هر اونۍ یو میلیارد ډالر لګول، هر څوک چې فکر کوي چې کوم چا د دې وړتیا لرله چې افغانستان په یو حکومت کې سره راټول کړي نو لاس دې پورته کړي. افغانستان د یوه پیاوړي دلیل له مخې د امپراتوریو هدیره ده او یو موټي کېدو ته جوړ نه دی، ځکه نو پوښتنه دا وه چې ایا زه په افغانستان کې هره اونۍ دومره پیسو لګولو ته دوام ورکوم، هغه هم په داسې حال کې چې پوهېدو چې د بریالیتوب لپاره باید زموږ پوځیان ووژل شي او موږ یې جسدونه بېرته هېواد ته واستوو، که نه نو بریالیتوب ناشونی و. ''
ښاغلي بايډن زياته کړه چې د کابل په هوايي ډګر کې وژل شويو امريکايي سرتېرو ته خواشینی دى، خو په وینا یې که امريکايي ځواکونه له افغانستانه ايستل شوي نه وای، نو بايد نور سرتېري يې ور استولي واى.
هغه وايي:
''شل کاله وروسته له افغانستان وتل اسان نه و، هر کله چې وغواړئ امکان نه لري، خو زه د هغه څه له امله چې ترسره مې کړل بښنه نه غواړم. پوځ به هم دا راسره ومني چې که موږ له افغانستانه خپل پوځیان نه وای ایستلی له موږ غوښتنه کېده چې له شلو تر پنځویشت زره پورې پوځیان افغانستان ته بیا واستوو. یوازینی علت چې د نورو پرتله ډېر امریکایي پوځیان نه وژل کېدل دا و چې پخواني ولسمشر له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی و چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې به له افغانستانه وځي. هر څه وتلو ته مناسب وو، که موږ نه وای وتلی نو بیا اړ و چې ډېر شمېر پوځیان بېرته افغانستان ته واستوو. ''
د ښاغلي بايدن منتقدين نيوکې کوي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل ښه نه و سنجول شوي او پايله يې دا شوه چې طالبان افغانستان کې بيا واک ته ورسېدل.